د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د قاسم سلیماني ښوونځی د مقاومت ښوونځی دی.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي چې په دغه هېواد کې پنځه میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.
د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وايي چې د دغه وزارت سرپرست د روسيې له يوه فرهنګي پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تایید کړه چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو د څپې په لړ کې لږ تر لږه اته سوه افغان کډوال نیولي دي. د دغه سفارت په وینا په دغو نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د اعتبار وړ اسناد لري.
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.
د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار د چین د تبت په غرنۍ سیمه کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه دري پنځوس تنه وژل شوي او دوه شپېته نور ټپیان شوي دي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه ورځ او دوهمه نړیواله ټیسټ لوبه کې راشد خان یو ځل بیا ښه وځلېد
د امریکا دولت له شپیتو میلیونو څخه زیاتو امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د ژمي توپان بیړني حالت ته چمتو شي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، له افغانستانه د وتلو بله لار نه وه پاتې او دى چمتو نه دى چې د دې مسلې په اړه بښنه وغواړي.