د خبر برخه
-
په ۲۰۲۵ کال کې د کابل ډیپلوماتیکو اړیکو زیاتوالی
جدی 11, 1404 16:30د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې افغانستان په تیر کال کې په سیاسي او ډیپلوماټیکو ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ او خوځښتونه کړي دي.
-
روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی ستونزمن دی
جدی 11, 1404 16:29د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ دی او هغه ملاتړ چې لاهم چمتو کیږي د خلکو پراخې اړتیاوې نه پوره کوي.
-
د لارو تړلو وروسته په پاکستان کې د تاوتریخوالي د کمښت ادعاوې
جدی 11, 1404 16:28پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې افغانستان سره د سرحدي لارو تړلو راهیسې په پاکستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی. خو دوی دوه زره پنځه ویشتم کال د یاد هیواد لپاره تر ټولو خونړی کال بللی دی.
-
غزه او لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستانو یرغل
جدی 11, 1404 16:24د غزې او لویدیځې غاړې پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د یرغل په دوام سره دغه رژیم نن د فلسطیني سیمو په مختلفو سیمو کې ګڼ بریدونه پیل کړل. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او فلسطیني ادارو په غزه کې د مرستندویه ادارو د فعالیت جوازونو لغوه کولو ته په اشارې سره د صهیونیسټانو دا عمل نوی جرم وباله.
-
زهران ممدانی د نیویارک د ښاروال په توګه کار پیل کړ
جدی 11, 1404 16:23زهران ممداني چې د مترو په یوه تمځای کې یې د دندې لوړه وکړه د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه یې خپل کار پیل کړ.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان ماته
جدی 11, 1404 16:22د افغانستان د نولس کلنو د کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې د درېاړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې د کوربه هېواد پر وړاندې لوبه وکړه او د نولس منډو په توپیر یې ماته وخوړه.
-
مجاهد وايي ۲۰۲۵ کال مو ګڼې لاسته راوړنې درلودې
جدی 10, 1404 17:22د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه زره پنځه ویشتم کال لاسته راوړنې بیان کړې او ادعا یې کړې چې په دې برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
-
په ننګرهار ولایت کې د ایران سرکنسول ناسته
جدی 10, 1404 17:19په ننګرهار ولایت کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول وايي چې ایران او سرپرست حکومت ګډ دښمن لري.
-
د نړۍ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیراتو ته د عراقچي لیک
جدی 10, 1404 17:17د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مختلفو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یوه لیک کې د ایران په وړاندې د امریکا د ولسمشر وروستي ګواښونه د نړیوال قانون سرغړونه وبلله.
-
۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال
جدی 10, 1404 17:16نړیوالو رسنیو په تیرو لسو کلونو کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي د خپریدو له پلوه دوه زره پنځه ویشتم کال د پاکستان لپاره یو له خورا ستونزمنو کالونو څخه بللی دی.