د خبر برخه
-
د بګرام اډې په اړه افغانستان ته د امریکا خبرداری
سنبله 30, 1404 16:42د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ افغانستان ته خبرداری ورکړی چې که د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د ټرمپ د څرګندونو په وړاندې غبرګونونه دوام لري. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل چې اډه به هیچا ته ونه سپارل شي.
-
د ټرامپ څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون
سنبله 30, 1404 16:41د افغانستان سرپرست حکومت نن غرمه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
-
غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 30, 1404 16:40د غزې په تړانګه د صهیونیستي رژیم بریدونه دوام لري، او نن سهار دغه رژیم د غزې ښار په سیمو بمباري وکړه چې لسګونه فلسطینیان یې شهیدان او ټپیان کړل. په عین حال کې د فلسطین مقاومت نن په اشدود او عسقلان کې صهیونیست میشت ځایونه راکټي بریدونو سره په نښه کړل.
-
د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه
سنبله 30, 1404 16:39د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې زلزله ځپلې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.
-
د جنوبي خراسان ظرفیت او د افغانستان سوداګریز فرصتونه
سنبله 30, 1404 16:39د جنوبي خراسان والي وویل چې افغانستان سره د ګډې پولې په پام کې نیولو سره دا هیواد د صادراتو پراختیا او د دې ولایت وړتیاو معرفي کولو لپاره غوره فرصت ګڼل کیږي.
-
د اسلام کلا پوله کې د لنډمهاله پنډغالي جوړول
سنبله 30, 1404 16:38د افغانستان سرپرست حکومت د اسلام کلا په پوله کې د افغان راستنیدونکو لپاره یو لنډمهاله کمپ جوړوي.
-
د اټومي انرژۍ ادارې سره د همکارۍ لپاره د ایران پرېکړه
سنبله 30, 1404 16:37د ایران د ولسمشر په مشرۍ له یوې غونډې وروسته، د ایران د ملي امنیت عالي شورا اعلان وکړ چې د اروپایي هیوادونو د اقداماتو له امله به اټومي ادارې سره د همکارۍ لاره وځنډول شي.
-
امریکا ته د مادورو خبرداری او د ونزوئلا پر یوالي ټينګار
سنبله 30, 1404 16:36د وینزویلا ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړ، او اعلان یې وکړ چې د هغه هیواد تر بل هر وخت ډیر متحد دی او د خپلو خلکو د حاکمیت، سولې او ژوند دفاع به وکړي.
-
بنګلادېش سره د سیالۍ لپاره د کرکټ ملي ټیم نوملړ
سنبله 30, 1404 16:35د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د شپږو نړیوالو لوبو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړه.
-
د فرنګي غېږ نیونې نړوالې سیالۍ وروستۍ ورځ
سنبله 30, 1404 16:34د فرنګي غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو په وروستۍ ورځ ایراني استازي دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونو د ګټلو چانس لري.