د خبر برخه
-
افغانستان کې د انټرنټ خدمتونو پرې کیدل
میزان 08, 1404 16:41سرپرست حکومت له پرون ماښام راهیسې په ټول افغانستان کې د نوري فایبر ټولې شبکې او نورمال مخابراتي خدمات پرې کړي دي. په ټول افغانستان کې د مخابراتي اړیکو بندیدو د دولتي ادارو په ګډون د هیواد د ټولو ادارو فعالیتونه ګډوډ کړي دي.
-
اسلام آباد کې د سرپرست حکومت د مخالفانو غونډه
میزان 08, 1404 16:39د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفو سیاسي شخصیتونو په ګډون یوه سیمه ییزه غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دوام لري.
-
د غزې لپاره د ډونالډ ټرامپ نوې طرحې ته غبرګونونه
میزان 08, 1404 16:38د فلسطین مقاومت ډلو د غزې تړانګې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي پلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا د فلسطیني خلکو په وړاندې د تیري د دوام لپاره یوه نسخه ده.
-
انګلستان کې د فلسطین ۶۶ پلویانو نیول کیدل
میزان 08, 1404 16:37د لیورپول ښار پولیسو د انګلیس کارګر ګوند د کلني کنفرانس په څنډه کې د فلسطین شپږ شپېته ملاتړي ونیول.
-
د نیویارک سفر څخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
میزان 08, 1404 16:34د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې موږ د امریکا د ډیرو غوښتنو او د اروپایي هیوادونو د ملاتړ له امله جوړجاړي ته نشو رسیدای، نوموړي زیاته کړه: "هیڅ هغه تړون چې د ایران ګټې تضمین نه کړي، موږ ته د منلو وړ نه دی.
-
افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه اندېښنه
میزان 08, 1404 16:33د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې ثباتۍ د انساني قاچاق ، په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو، ماشومانو او ښځو لپاره، جدي شرایط نور هم خراب شوي دي.
-
د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه ښار کې بمي چاودنه
میزان 08, 1404 16:32د پاکستان خبري سرچینو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او له دېرشو څخه زیات نور ټپیان دي.
-
د پاکستان کشمیر کې تاوتریخوالی
میزان 08, 1404 16:30د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پراخو لاریونونو او پرلت وروسته، د دوو ډلو ترمنځ له تاوتریخوالي ډکو نښتو کې لږترلږه یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
-
د آسیا غوره لیګ سیالۍ
میزان 08, 1404 16:28د آسیا غوره لیګ سیالیو په دوام کې د سعودي عربستان الهلال د ازبیکستان نسف قارشی په وړاندې درې پر دوه بریا ترلاسه کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 07, 1404 17:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه