د خبر برخه
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی
میزان 07, 1404 17:04د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم یو میلیارد شپږ سوه شپږویشت میلیون ډالرو ته رسیدلی دی. خو د سیاسي کړکیچونو له امله له پاکستان سره اقتصادي تعاملات کم شوي دي
-
بندي شوی امریکايي وګړی خپل کور ته ستون شو
میزان 07, 1404 17:03د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې یو امریکایی وګړی امیر امیري چې د سرپرست حکومت لخوا نیول شوی و، بیرته متحده ایالاتو ته راستون شوی دی.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان د سیاسي مخالفانو غونډه
میزان 07, 1404 17:02د افغان فعالانو او سیاسي ډلو لومړۍ غونډه نن دوشنبه په اسلام آباد کې پیل شوه. دا غونډه د افغانستان دننه هم له غبرګونونو سره مخ شوې، او د سرپرست حکومت چارواکو د غونډې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
فاکس نیوز سره د ایران د ولسمشر خبرې اترې
میزان 07, 1404 17:01د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران امریکا سره په خبرو اترو بوخت و چې پرې برید وشو.
-
خپلو سیالانو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیک
میزان 07, 1404 17:00د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یوه لیک کې د امریکا او اروپا دا اقدام رد کړ او وویل چې د ختم شویو پریکړه لیکونو د بیا ژوندي کولو لپاره هیڅ قانوني اقدام نه دی شوی.
-
چابهار بندر کې د هند د اقتصادي فعالیتونو دوام
میزان 07, 1404 17:00د هند اقتصادي څېړونکي وايي چې د ایران د چابهار بندر په اړه د امریکا له بندیز سره سره په یاد بندر کې خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکوي.
-
د صمود کښتۍ ته د صهیونیستي رژیم ګواښ
میزان 07, 1404 16:58لکه څنګه چې د صمود نړیوالې کښتۍ نږدې کیږي، صهیونیستي پوځ ویلي چې که دا کښتۍ خپل لاره بدله نه کړي، نو دوی به یې پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي.
-
اشغال شویو سیمو باندې د یمن پوځ راکټي برید
میزان 07, 1404 16:58د صهیونیستي رژیم پوځ تایید کړې چې له یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغندی توغول شوی، چې د اشغال شوي فلسطین په لویو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.
-
آسیا جام کې د هند کرکټ ملي ټیم اتلولي
میزان 07, 1404 16:57د پاکستان له ماتې او د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند د کرکټ ملي لوبډلې پاکستاني چارواکي څخه د اتلولۍ کپ ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 06, 1404 17:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه