د خبر برخه
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو زیاتوالی
میزان 13, 1404 17:13د اوربند د ټینګولو د هڅو سره سره په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري. حماس غورځنګ هم په یوه بیان کې ویلي چې د اوربند د خبرو اترو او د ټرمپ له وړاندیز سره همهاله د صهیونیستي رژیم د بریدونو زیاتوالی یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره د اسراییلو ناسمه ادعا څرګندوي.
-
د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د سرپناه او خوړو کمښت
میزان 13, 1404 17:12د هیواد په ختیځ کې د مرګوني ځمکرېږد وروسته په زرګونو کورنۍ بې کوره شوي دي چې اوس د سړې هوا په رارسیدو سره د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.
-
کابل کې د ایران د سرپرست سفیر اقتصادي سلامشورې
میزان 13, 1404 17:12په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه سفارت چارسمبالي د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رییس او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له عمومي رییس سره ولیدل.
-
د ښاري کېدو وده او د کډوالو راستنېدل
میزان 13, 1404 17:11د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام وايي چې ډیری کډوال چې خپل هیواد ته راستنیږي په ښاري سیمو کې میشت دي کوم چې د ښاري ودې چټکتیا زیاتوي او په نازکو خدماتو فشار راوړي.
-
هېواد کې د ښوونکي ورځنې په نمانځلو بندیز
میزان 13, 1404 17:10د ښوونکي نړیوالې ورځې سره همهاله پداسې حال کې چې دا ورځ په تیرو کلونو کې په افغانستان کې لمانځل کیده، سږ کال هرات کې د سرپرست حکومت د پوهنې ریاست خصوصي او دولتي ښوونځیو ته امر کړی چې د دې ورځې له لمانځلو او په هغې د پیسو له لګولو ډډه وکړي.
-
تهران کې مېشتو بهرنیو سفیرانو سره د عراقچي ناسته
میزان 13, 1404 17:09د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې میشتو بهرنیو سفیرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ماشې میکانیزم په فعالیدو سره، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره د قاهرې تړون نور اغیزمن نه دی. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکا سره په خبرو اترو کې یوازینۍ مسله اټومي مسله ده.
-
د فلسطین پر ملاتړ د پاکستاني پوځ ټینګار
میزان 13, 1404 17:08د پاکستان د پوځ ویاند د اسراییلو په وړاندې د هر ډول نرمښت په ردولو سره ټینګار وکړ: پاکستان د فلسطینیانو په ملاتړ په خپله اصولي پالیسي ولاړ دی او د صهیونیستي رژیم په رسمیت پیژندلو هوډ نه لري.
-
د هند لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته د پاکستان خبرداری
میزان 13, 1404 17:07د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې که چیرې د نوي ډیلي له خوا کوم پوځي اقدام وشي، نو هند به "د خپلو جنګي الوتکو د کنډوالو لاندې ښخ شي".
-
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ درېیمه شل اووریزه لوبه
میزان 13, 1404 16:55ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 12, 1404 17:26د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه