د خبر برخه
-
د ټرامپ د اوربند طرحې سره د حماس مشروطه هوکړه
میزان 12, 1404 17:25د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس فلسطیني ډلو او منځګړو هیوادونو سره له مشورې وروسته د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان په ځواب کې یوه رسمي خبرپاڼه خپره کړه او دې پلان سره یې مشروطه هوکړه اعلان کړه.
-
هندي چارواکي وايي را روانه اونۍ د متقي کوربه دی
میزان 12, 1404 17:24د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د تلي له اوولسمې څخه تر څلورویشتمې پورې نوي ډیلي ته رسمي سفر وکړي.
-
د بګرام اډې سپارلو په اړه د سرپرست حکومت غبرګون
میزان 12, 1404 17:23د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته چې د بګرام هوايي اډه به امریکا ته وسپارل شي، یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي دا راپورونه رد کړل. د بهرنیو چارو وزارت مالیې او ادارې مرستیال محمد نعیم وویل چې دا ادعاوې د تیر حکومت د ناکامو شخصیتونو لخوا ناروغ تبلیغات دي.
-
د بحران نړیوالې ډلې راپور ته د اقتصاد وزارت غبرګون
میزان 12, 1404 17:21د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د بحران نړیوالې ډلې د نوي راپور په ځواب کې ویلي چې موندنې د افغانستان اقتصادي واقعیتونه نه منعکسوي. یاد وزارت ټینګار کوي چې د هیواد په اقتصادي سیسټم کې روڼتیا شتون لري.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ ډيروالی
میزان 12, 1404 17:20په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.
-
افغانستان پر مذاکراتو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ټینګار
میزان 12, 1404 17:17د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي چې د پاکستان حکومت افغانستان سره د خبرو اترو د پیل کولو لپاره د هغه وړاندیز سره هوکړه کړې ده.
-
بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې د ۱۴ کسانو وژل کیدل
میزان 12, 1404 16:40پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان په خُضدار کې په پوځي عملیاتو کې څوارلس ترهګر وژل شوي دي.
-
سوریه کې لومړۍ پارلماني ټاکنې
میزان 12, 1404 16:36د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته به په سوریه کې لومړنۍ پارلماني ټاکنې سبا یکشنبه ترسره شي.
-
د امریکا ګواښونو ته د ونزوئلا غبرګون
میزان 12, 1404 16:34د امریکا د ګواښونو او پاروونکو اقداماتو په ځواب کې د وینزویلا ولسمشر ټینګار وکړ چې که اړتیا وي موږ به وسله والو لارو چارو ته مخه کړو.
-
د بنګلادېش په لاس د افغان ټیم پرله پسې ماتې
میزان 12, 1404 16:10د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم له بنګله دیش څخه ماته وخوړه.