د خبر برخه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 19, 1404 16:34د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
پاکستان ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری
میزان 19, 1404 16:33په کابل او پکتیکا د پاکستان ورستیو بریدونو ته په غبرګون کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته خبرداری ورکړی چې دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي. له بلې خوا د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې سرپرست حکومت دا تضمین نه دی ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
-
د روسیې ولسمشر څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون
میزان 19, 1404 16:32د سرپرست حکومت ویاند د روسیې ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه چې د افغانستان د پولو په اړه یې کړې دي غبرګون ښودلی دی. ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان ګاونډیو هیوادونو سره د خپلو پولو امنیت ساتلو ته ژمن دی.
-
د هند دیوبند مدرسې څخه د امیرخان متقي لیدنه
میزان 19, 1404 16:32د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دیوبند دارالعلوم ته د خپل سفر په جریان کې د جمعیت علمای هند له مشر مولانا ارشد مدني سره ولیدل.
-
دافغانستان د وچې میوې صادراتو کچې لوړوالی
میزان 19, 1404 16:31د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د تیر کال د ورته مودې پرتله د افغانستان د وچو میوو صادراتو کې د زیاتوالي خبر ورکړ.
-
د غزې تړانګې شمال ته د ۲۰۰ زره فلسطینیانو ستنیدل
میزان 19, 1404 16:30غزه کې د اوربند له دوهمې ورځې سره همهاله فلسطیني کډوال خپلو مېنو ته د ستنیدو په حال کې دي. په ورته وخت کې عبري رسنیو راپور ورکړی چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو امر په رسمي ډول امنیتي چارواکو او زندانونو ته ورکړل شوی دی.
-
پاکستان کې د لبیک ګوند پلویانو د لاریونونو دوام
میزان 19, 1404 16:29په لاهور او اسلام آباد کې د پاکستان لبیک غورځنګ د پلویانو لخوا د امریکا ضد پراخو مظاهرو وروسته د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
-
چینايي توکو باندې د امریکا ۱۰۰ سلنه تعرفه
میزان 19, 1404 16:28وروسته له هغه چې چین د نادره ځمکو د کانونو صادرات محدود کړل د امریکا ولسمشر وویل چې هغه به د نومبر له لومړۍ نیټې څخه په چینایي توکو سل سلنه تعرفه ولګوي.
-
افغانستان د اسیا د زورخانې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه
میزان 19, 1404 16:26د افغانستان د زورخانه ای غیږ نیونې ملي لوبډلې د ایران اسلامي جمهوریت په اسیایي لوبو کې د یوولسو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 17, 1404 17:30د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه