د خبر برخه

  • د حماس غورځنګ لخوا په غزه کې د اوربند هوکړه

    د حماس غورځنګ لخوا په غزه کې د اوربند هوکړه

    میزان 17, 1404 17:28

    وروسته له هغه چې ټرمپ په غزه کې د اوربند تړون اعلان کړ حماس غورځنګ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د حماس غورځنګ او د فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ د مسؤلانه او له جدي خبرو اترو وروسته لاسلیک شو. په ورته وخت کې المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند لړۍ له نن ماسپښین راهیسې پلي شوې ده.

  • د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو فعال حکمونه

    د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو فعال حکمونه

    میزان 17, 1404 17:26

    د نړیوالې جنایي محکمې ویاند فادي عبدلله تیره شپه وویل چې د لومړي وزیر نتنیاهو او د صهیونیستي رژیم د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو امرونه د هاګ محکمې د پریکړې پراساس لاهم فعال دي.

  • هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر

    هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر

    میزان 17, 1404 17:24

    د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مسکو ته له خپل سفر وروسته هند ته ولاړ او یو شمېر لوړ پوړو هندي چارواکو سره یې ولیدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د دې سفر یو له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي.

  • د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین لومړی پړاو

    د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین لومړی پړاو

    میزان 17, 1404 17:24

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري د واکسین ملي کمپاین په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې شاوخوا اته اعشاریه نهه میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

  • افغانستان کې اقتصادي ناورین مخ په پراخېدو دی

    افغانستان کې اقتصادي ناورین مخ په پراخېدو دی

    میزان 17, 1404 17:22

    نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې شاوخوا درویشت میلیونه افغانان په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي، او د کډوالو راستنیدل، د طبیعي پیښو رامنځته کیدل او د بهرنیو مرستو کمښت د دوی په ژوند باندې لویه اغیزه کړې ده.

  • د افغانستان پر سیمه ییز ملاتړ د روسیې ټينګار

    د افغانستان پر سیمه ییز ملاتړ د روسیې ټينګار

    میزان 17, 1404 17:22

    د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د سیمې ټول هیوادونه غواړي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې فعالې اړیکې وساتي.

  • تاجیکستان ته د روسیې د ولسمشر سفر

    تاجیکستان ته د روسیې د ولسمشر سفر

    میزان 17, 1404 17:20

    له مخکې د ترتیب شوي مهالویش سره سم، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجبکستان ته سفر کړی دی.

  • د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان بریا

    د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان بریا

    میزان 17, 1404 17:19

    د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    میزان 16, 1404 17:56

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه