د خبر برخه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 20, 1404 16:45د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه
میزان 20, 1404 16:43د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د تېرې شپې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه وضاحت ورکړ. همدارنګه له دې نښتې وروسته پاکستان نن له افغانستان سره څو لارې وتړلې.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر زغم د عراقچي ټینګار
میزان 20, 1404 16:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر شخړې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې په زغم او ثبات ټینګار کړی دی.
-
د سرپرست حکومت پوځیانو او پاکستاني ځواکونو شخړه
میزان 20, 1404 16:38تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرپرست حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه وشوه. چې د مرګ ژوبلې په اړه متضادې شمېرې خپرېږي. د سرپرست حکومت د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په نښته کې څو پاکستاني پوستې ویجاړې شوې او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
نوي دهلي کې د امیرخان متقي خبري ناسته
میزان 20, 1404 16:37د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره زده کړې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.
-
د آزدو زونونو نړیواله کنګره کې د سوداګرۍ وزیر ګډون
میزان 20, 1404 16:36د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازادو سیمو د نړیوال سازمان د یوولسم نړیوال کانګرس په څنډه کې د څو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
-
غزې سیمې ته د سلګونه موټرو مرستې لېږد
میزان 20, 1404 16:34له غزې څخه راپورونه ښيي چې څلور سوه لارۍ چې بېلابېل بشري مرستې لېږدوي، نن یکشنبه سهار له ځايي وخت سره سم د سهار له شپږو بجو راهیسې د رفح، کرم ابو سالم او العوجه له لارې غزې ته د ننوتلو لپاره روانې شوې دي.
-
په مصر کې د قطر د ۶ دیپلوماتانو مرګ ژوبله
میزان 20, 1404 16:24د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د قطري پلاوي څلور غړي چې د غزې د سولې خبرو اترو لپاره مصر ته تللي وو وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
-
د امریکا یوې کارخونه کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي
میزان 20, 1404 16:20د امریکا په تنسی ایالت کې د مهماتو په یوه کارخونه کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي دي.
-
د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان دوېیمه بریا
میزان 20, 1404 16:18افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د یو اتیا منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله.