د خبر برخه
-
د «امام ابوحنیفه» نندارتون څلورم پړاو پای
قوس 03, 1404 16:42په کابل کې د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون د یوې اونۍ په جریان کې د شاوخوا یو میلیون لیدونکو له راجلبولو وروسته پای ته ورسید. د نندارتون چارواکي وايي چې د دې اقتصادي نندارتون څلورم پړاو د کیفیت او کمیت له امله پراخ هرکلي سره مخ شو.
-
د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دوام
قوس 03, 1404 16:41د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځم پړاو په دویمه ورځ، عینو مېنې او صرافان هرات خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 01, 1404 17:38د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ ټړون لاسلیک
قوس 01, 1404 17:37په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکړی دی. د دې تړون له مخې به د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ همکاري زیاته شي.
-
افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو بیا پيل
قوس 01, 1404 17:36د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ.
-
پاکستان وايي افغانستان باید ترهګرۍ سره مبارزه وکړي
قوس 01, 1404 17:35د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره مسؤلانه عمل وکړي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد مخالفو ډلو لپاره د کابل دوامداره ملاتړ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز ثبات راتلونکي ته جدي ګواښ دی.
-
د ولایتي ډیپلوماسۍ پر پلې کولو د ایران ټینګار
قوس 01, 1404 17:34د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې وویل چې تهران د ایران له ګاونډیانو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره د ولایتي ډیپلوماسۍ پالیسي پلي کولو په لټه کې دی.
-
د اشغالګر رژیم لخوا په لبنان کې د اوربند نقض دوام
قوس 01, 1404 17:33نن د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم لخوا په یوه موټر باندې د ډرون برید کې یو کس شهید شو. د لبنان روغتیا وزارت د راپور له مخې د اوربند د تړون له پلي کیدو راهیسې د لبنان په بیلابیلو برخو کې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې له درې سوه څخه ډیر لبنانيان شهیدان شوي دي.
-
لویدیځه غاړه باندې د اشغالګرو بریدنونو دوام
قوس 01, 1404 17:33د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې په یوه برید کې یو فلسطیني پولیس افسر وواژه او یو بل یې ونیول.
-
د اسلامي پیوستون سیالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلیدل
قوس 01, 1404 17:32د اسلامي هیوادونو د پیوستون لوبو شپږم پړاو پرون په سعودي عربستان کې پای ته ورسېد، او د افغانستان سپورټ کاروان درېیو مډالونو سره په شپږ ویشتم ځای کې و.