د خبر برخه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 29, 1404 16:37د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سوریې جنوب ته د نتانیاهو سفر غندنه
عقرب 29, 1404 16:35د ملګرو ملتونو ویاند ستفان دوجاریک د سوریې سویلي سیمې ته د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سفر په اړه په کلکه نیوکه وکړه او دا یې د سوریې د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
-
د فلسطینیانو په پنډغالي د صهیونیستانو برید
عقرب 29, 1404 16:34د مقاومت د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر ماهر حمود ویلي دي چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي چې په لبنان کې د فلسطین په کمپ باندې برید د دروغو په ویلو سره توجیه کړي، او دا کار د امریکا د ملاتړ او د عربي هیوادونو د چوپتیا په سیوري کې کوي.
-
افغانستان کې د پانګونې لپاره د هند لیوالتیا
عقرب 29, 1404 16:19د هند حکومت ویلي چې نوي ډیلي د افغانستان په کانونو او د اوبو برېښنا پروژو کې پانګونه ارزوي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته په پنځه ورځني سفر تللی دی، او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو اصلي تمرکز د چابهار بندر لارې په اوږدو کې د اسانتیاوو رامینځته کول دي.
-
۶۲ پناه غوښتونکي د پیسو ترلاسه کولو سره موافق دي
عقرب 29, 1404 16:18د آلمان فدرالي حکومت دغه هيواد ته تلونکو ژمنه لرونکو افغانانو ته د پيسو په بدل کې له ژمنې تېرېدو وړانديز کړی و. دوه شپیته افغانانو منلی دی.
-
د ماشومانو ورځې په مناسبت د کرزي پیغام
عقرب 29, 1404 16:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر په شلمه، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.
-
د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د انعام ټاکل
عقرب 29, 1404 16:16د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې عظما بخاري ویلي دي چې دوی د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د پیسو انعام اعلان کړی دی.
-
د ونزویلا نفتي تاسیساتو کې چاودنه
عقرب 29, 1404 16:15د ونزویلا رسنیو او د دغه هیواد د دولتي تیلو شرکت چارواکو د یاد هیواد په ختیځ کې د پتروسدنو د تیلو په تاسیساتو کې د چاودنې او اور لګیدو راپور ورکړ.
-
د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان بریا
عقرب 29, 1404 16:14د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د دوه زره پنځه ویشتم کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په څلور ویشت منډو ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 28, 1404 17:28د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه