د خبر برخه
-
په لویدیځه غاړه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام
قوس 05, 1404 17:09د صهیونیستي رژیم پوځ په لویدیځه غاړه کې د خپلو جرمونو په دوام سره نن چهارشنبه د ځمکې او هوا له لارې د دې سیمې په ځینو برخو برید وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیستي رژیم لخوا غزې ته د مرستو رسولو مخنیوی هم یو له هغو مسلو څخه دی چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا پرې اعتراض کړی دی.
-
د «النجباء» غورځنګ وايي چې هیڅکله به بې وسلې نشو
قوس 05, 1404 17:08د عراق النجباء غورځنګ په خپلو بیانونو کې ټینګار کړی چې د مقاومت وسله د دوی سره کرښه ده او دوی به یې د ترهګرۍ او امریکایي دسیسو پر وړاندې وکاروي او هیڅکله به یې ونه غورځوي.
-
افغانستان د کرکټ آسیا جام کوربه توب کوي
قوس 05, 1404 17:01د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا د نولس کلنو کرکټ اتلولۍ به په یوه دریم هیواد کې کوربه توب وکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 04, 1404 17:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
خوست کې د پاکستان هوايي برید له امله ۱۰ کسان وژل شوي
قوس 04, 1404 16:59د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو وروسته چې د نهو ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي پکې ووژل شول، د سرپرست حکومت ویاند دا عمل د افغانستان د حاکمیت سرغړونه وبلله او په مناسب وخت کې د ځواب ویلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
-
کورنيو سرچنیو څخه د برېښنا پر تولید ټینګار
قوس 04, 1404 16:58د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وايي چې کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید کار په چټکۍ سره روان دی او د برېښنا سکتور کې د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
-
افغانانو ته د هند لخوا د ویزو ورکولو لړۍ پيلیدل
قوس 04, 1404 16:57د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر اعلان وکړ چې د ناروغانو او سوداګرو په ګډون د افغانانو لپاره د هند د ویزو ورکولو لړۍ به بیا پیل شي. نورالدین عزیزي وویل چې هند سره د سوداګرۍ تعاملاتو پراختیا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پیاوړې کړي.
-
پاکستاني چارواکو سره د ایران ملي امنیت شورا د منشي سلامشورې
قوس 04, 1404 16:57د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی، نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
هالنډ ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر
قوس 04, 1404 16:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون غړو هیوادونو په دیرشمه غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته سفر وکړ.
-
د حماس لخوا قاهره کې د اوربند دوېیم پړاو ارزونه
قوس 04, 1404 16:55په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام لري، حماس په قاهره کې د اوربند د راتلونکي پړاو په اړه د خبرو اترو خبر ورکړ په ورته وخت کې امنیت شورا په غزه کې د صهیونیستي رژیم د دوامداره بریدونو او اشغال پالیسیو له امله نیوکه وکړه.