د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د بدخشان د وزلوبې سیالۍ څلورم څپرکی، چې څلور ورځې یې دوام وکړ، د دوه سوه ګډونوالو په ګډون سره پای ته ورسید.
لاس انجلس کې د کالیفرنیا ایالت چارواکي وايي چې په دې ایالت کې د یوه بې ساري اورلګېدو له امله د مړو شمېر شپاړسو ته رسېدلی او تر اوسه پورې دولسو زرو څخه ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي
په غزه کې د صهیونیستي رژیم دوامداره جنایتونه په ټوله نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي، او د مختلفو هیوادونو ډیری چارواکو د صهیونیستانو دا چلند په فلسطین کې د ښکاره نسل وژنې په توګه بیان کړي.
د یمن وسله والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د یمن د وسله والو ځواکونو توغندیو سیسټم او بې پیلوټه الوتکو د امریکا پر وړاندې ګډ پوځي عملیات ترسره کړي د
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ د الوتکو ضد سیستم څوارلس سوه درېیم نمبر تمرین نن په پراخه کچه ترسره شو او د یاد هیواد پوځ په دفاعي برخه کې خپلې وړتیاوې وښودلې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په پاکستان کې د نجونو زده کړو په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې افغانان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته سخته اړتیا لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان په خاوره کې د درې نیم کیلومتره پایپ لاین د پروژې د جوړولو خبر ورکړ
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د روسیې د ګازو د لیږد په اړه د وروستي تړون لپاره فرصتونه رامینځته شوي دي