د خبر برخه
-
د ایران د امنیتي ځواکونو د جنازې مراسم
جدی 24, 1404 16:45د هغو سل تنه امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د جنازې مراسم ترسره کیږي چې په تهران کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې شهیدان شوي وو.
-
د ایران ترهګریزو پېښو څخه د امریکا د ولسمشرملاتړ ته غبرګونونه
جدی 24, 1404 16:44د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې په خپلو دوامداره لاسوهونکو څرګندونو کې ترهګرې ډلې وهڅولې چې په ایران کې نوره ناامني رامنځته کړي. د دې څرګندونو په ځواب کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني ټرمپ او نتانیاهو د ایراني خلکو قاتلان وبلل.
-
د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو په ترسره کولو کې پاتې راتلل
جدی 24, 1404 16:43د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې د نوي کال لپاره د افغانستان په اړه هیڅ نړیواله غونډه نده پلان شوې. هغه دا هم وویل چې روسیې او امریکا تر اوسه پورې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو سره د همکارۍ په اړه مستقیمې خبرې نه دي کړي.
-
د ایران له لارې له افغانستان سره د هند سوداګرۍ
جدی 24, 1404 16:42د هند د مطبوعاتي معلوماتو دفتر هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ایران له لارې یې له افغانستان سره سوداګري ځنډولې ده.
-
د غزې د اوربند هوکړې دوېیم پړاو لپاره سلامشورې
جدی 24, 1404 16:38نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د حماس غورځنګ یو پلاوی مصر ته سفر کړی ترڅو د اوربند هوکړې ته د رسیدو لپاره له مصري چارواکو سره مشورې وکړي. رسنۍ وايي چې په دې خبرو اترو کې د اور لګېدو وروسته د غزې په اداره کولو کې د حماس پر مهم رول ټینګار شوی دی.
-
امریکا د وینزویلا د تیلو په لوټلو اعتراف وکړ
جدی 24, 1404 16:32د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د تیلو د لوټلو د اعتراف په دوام وویل چې هیواد به یې هره ورځ له هیواد څخه پنځوس میلیونه بیلره تیل ترلاسه کړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 23, 1404 17:43د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ایران خلکو پراخ حضور څخه د حضرت آیت الله خامنه ای ستاینه
جدی 23, 1404 17:42د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای په یوه پیغام کې د پرونۍ غونډې په مراسمو کې د میلیونونو ایرانیانو د شتون په تړاو وویل چې دا لوی حضور امریکایي سیاستوالو ته یو خبرداری و چې خپله فریبکاري ودروي او په غدارو مزدورو تکیه ونه کړي.
-
ټول ایران کې د امریکایي –صیهیونیستي ترهګرۍ غندنه
جدی 23, 1404 17:40پرون د ایران خلکو په ټول ایران کې د یو لوی لاریون په ترڅ کې ورانکاره کړنې وغندلې او د ترهګرو له جرمونو څخه یې خپله کرکه څرګنده کړه. د تهران په دې میلیوني غونډه کې د ایران اسلامي شورا مشر هم وینا وکړه .
-
د ایرانیانو میلیوني غونډو کې د کډوالو ګډون
جدی 23, 1404 17:35په مشهد کې افغان کډوالو هم له ایرانیانو سره لاریونونو کې د ګډون له لارې د هغو ترهګریزو پیښو په وړاندې چې د صهیونیستي رژیم او امریکا لخوا یې ملاتړ کیده د ایران حکومت او ملت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.