-
بلخ کې د پهلوانۍ لوبه
دلو 01, 1403 13:42د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست، د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ د لوبغاړو په همکارۍ، د کورش د غیږ نیولو سیمه ییزه سیالي ترسره کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 30, 1403 13:15د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د ځمکې لاندې اډه
جدی 30, 1403 13:14د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو تر ځمکې لاندې یو بل ښار چې د بریدګرو کښتیو کور دی په ډاګه کړ. دا اډه، چې د ځمکې لاندې پنځه سوه متره ژوروالي کې جوړه شوې ده د رادار څخه بچ کیدونکې داسې چټکې جنګي کښتۍ پکې ځای پر ځای شوي چې د کروز توغندي توغولی شي
-
په غزه کې د اشغالګر رژیم لخوا د اوربند له تړون سرغړونه
جدی 30, 1403 13:13په غزه کې اوربند، چې نن سهار په رسمي ډول د پلي کیدو وړ و، د اشغالګر رژیم لخوا نقض شو. د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې په الشجاعیه سیمه کې په یوه برید کې لس کسان شهیدان او شل نور یې ټپیان کړل خو نن ماسپښین، د صهیونیستي بندیانو د نومونو له ترلاسه کولو وروسته، دغه رژیم په رسمي ډول د اوربند د تړون د پلي کیدو اعلان وکړ.
-
د نجونو زده کړې پر ممنوعیت د ستانکزي نیوکه
جدی 30, 1403 13:11د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه د حکومت پریکړه هیڅ شرعي اساس نلري. عباس ستانکزي وویل چې د نجونو او ښځو د زده کړې بندیز یوازې د هبت الله آخندزاده شخصي نظر دی.
-
افغانستان سره د سوداګرۍ آسانتیاوو لپاره د پاکستان پرېکړه
جدی 30, 1403 13:08د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې اسلام آباد له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره د بانکي تضمین شرط بدل کړی دی
-
د ایران قضايي چارواکو سره د سترې محکمې ادراي مرستیال مشورې
جدی 30, 1403 13:07د سرپرست حکومت د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني چې د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و، د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې
-
کډوالو چارو وزارت کې د مولوي عبدالکبیر د کار پیل
جدی 30, 1403 13:06د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په توګه تر ټاکل کیدو نهه ورځې وروسته کار پیل کړ
-
افغانستان له سره صلیب څخه غواړي چې لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي
جدی 30, 1403 13:05د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د آسیا حوزې له مشر الکساندر متیو سره په لیدنه کې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
-
د غزې اوربند په اړه د جنرال قاآني څرګندونې
جدی 30, 1403 13:03د ایران سپاه د قدس ځواک قوماندان جنرال اسماعیل قاآني په یوه وینا کې وویل چې نن د صهیونیستي رژیم لپاره د ذلت ورځ ده.