د خبر برخه
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلي پاتې کېدل
قوس 17, 1404 17:01د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړلو وروسته شاوخوا یوولس زره کانټینرونه چې خوراکي توکي او درمل پکې شامل دي د کراچۍ په بندر او د تورخم او سپین بولدک په ګډون په نورو لارو کې بند پاتې دي.
-
په غزه کې په یوه ورځ کې نږدې لس کسانو شهادت
قوس 17, 1404 10:51د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له زیاتوالي وروسته، یوازې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د فلسطیني شهیدانو شمیر شاوخوا لسو ته رسیدلی دی. د غزې مختلفې سیمې، په شمول د کډوالو خیمې، په مکرر ډول د هوایی او توپچي بریدونو سره مخ شوي دي.
-
له امریکا سره د خبرو اترو په اړه د عراقچي څرګندونې
قوس 17, 1404 10:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي له یوې جاپاني رسنۍ سره تازه مرکه کې ویلي: ایران چمتو دی چې د خپل اټومي پروګرام او پراختیا په اړه د امریکا له حکومت سره خبرې اترې بیا پیل کړي، خو دا موضوع د امریکا په نظر او ارادې پورې اړه لري.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د ایران اندېښنه
قوس 17, 1404 10:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تهران د دې مسلې د زیاتیدو په اړه اندیښمن دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 17, 1404 10:30د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 15, 1404 17:35د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي شخړه
قوس 15, 1404 17:33د کندهار په سپین بولدک کې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې لس تنه مړه او ټپیان شوي. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نښتې د پاکستاني ځواکونو لخوا پیل شوې وې او افغان ځواکونه اړ شول چې ځوابي برید وکړي. خو پاکستاني لوري هم ورته ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې نښتې د افغان ځواکونو لخوا پیل شوې.
-
افغانستان کې ترهګرۍ سره پر مبارزې د هند او روسیې ټینګار
قوس 15, 1404 17:32د روسیې او هند مشرانو ولادیمیر پوتین او نارندرا مودي په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د نیول شویو اقداماتو هرکلی وکړ او وویل چې دا جګړه به جامع او اغیزناکه وي.
-
لبنان کې اشغالګرو سره پر مبارزې د حزب الله ټینګار
قوس 15, 1404 17:31د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د دغه هیواد په سویل باندې د صهیونیستي رژیم پرله پسې بریدونو ته په اشارې سره د یاد رژیم په وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی.
-
لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو دوام
قوس 15, 1404 17:29د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي ځواکونو په روانو بریدونو کې یو فلسطینی ځوان شهید شو. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک خبرداری ورکړ چې دا بریدونه د بې ځایه کیدو یو نوی ناورین رامینځته کوي.