د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د اسيا د واليبال جام په سياليو کې په خپله وروستۍ لوبه کې د کام اير افغانستان د واليبال لوبډلې د کويټ استازې لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې اووم مقام خپل کړ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د دوه زره او څلور ویشت کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نن مازدیګر د کابل په وخت پنځه نیمې بجې له انګولا سره پيل شوه
د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژيم جنايتونه او نسل وژنه لا هم دوام لري. دا په داسې حال کې دی چې یمن نن تل ابیب په توغندیز برید سره په نښه کړ چې د یاد برید په پایله کې ننه صهیونیستان سخت ټپیان شوي دي
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له دندې څخه له ګوښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ مرکه کې وویل، چې افغانستان په سیمه کې په یوه ناسور زخم بدل شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د دایکندي او غور پر پوله پر هزاره وګړو د داعش وروستی برید ظالمانه بللی او غندلی یې دی.
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ښه کېدو په موخه د دغه وزارت د خصوصي خونو له استازو سره ناسته وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست چارواکي وايي، چې د هېواد په کچه اتیا زره زده کړیالان او زده کوونکي د دولت د حساب ورکونې د پروګرام په چوکاټ کې د دغه رياست په ښوونیزو مرکزونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
د دوه زره او څلور ویشتم کال فوټسال نړیوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ د څلورویشت لوبډلو ترمنځ نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې پېلېږي.