-
له پاکستانه د ۱۲۷ زره کډوالو راستنېدل
حمل 26, 1404 12:16د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري راپور ورکړی چې په تېرو دوو اوونیو کې له یوسلو اوه ویشت زرو څخه زیات افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
-
د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې
حمل 26, 1404 12:13د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې یو ځل بیا وځلېده او د هانګ کانګ لوبډلې ته یې د اته ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.
-
په سوډان کې د نښتو له امله د ۳ سوه تنو وژل کېدل
حمل 26, 1404 12:12د ملګرو ملتونو ویاند اعلان کړی چې د سوډان د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمعې او شنبې په ورځو کې د شمالي دارفور د کډوالو د کمپونو په شاوخوا کې د نښتو په جریان کې له درې سوو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
-
په تهران کې د ایران او تاجیکستان د دفاع وزیرانو لیدنه
حمل 26, 1404 12:11د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده په تهران کې د تاجیکستان د دفاع وزیر امامعلي صابرزاده سره لیده کاته او خبرې اترې کړي.
-
افغانستان ته د پاکستان په صادراتوکې ۸۴ سلنه زیاتوالی
حمل 26, 1404 12:10د پاکستان دولتي بانک د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد صادرات څلور اتیا سلنه زیات شوي دي.
-
په کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځل
حمل 26, 1404 12:08د سرپرست حکومت چارواکو نن په کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې اعلان وکړ چې هره میاشت په هېواد کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
-
د اشغال شویو سیمو کې د "وعده صادق ۱" عملیاتو کلیزه
حمل 26, 1404 12:07د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د "وعده صادق یو" عملیاتو د کلیزې په مناسبت ویلي، دا عملیات په سیمهییزه کچه د نړۍ تر ټولو لوی د بېپیلوټه الوتکو عملیات وو، چې د پروازونو واټن یې له زر کیلومترو څخه زیات و.
-
په بلوچستان ایالت کې د چاودنې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
حمل 26, 1404 12:05د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي
-
عمان د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو کوربه دی
حمل 26, 1404 11:42د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو به په مسقط کې ترسره شي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 25, 1404 12:35د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه