-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بیانیه
جوزا 26, 1404 14:06ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم ملاتړي د ایران په وړاندې د تیري جرم کې شریک دي
-
د اشغال شویو سیمو اوسیدونکو ته د ایران خبرداری
جوزا 26, 1404 14:05د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د اړیکو مرکز ویاند د نیول شویو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې سیمې پریږدي.
-
د اشغال شوي فلسطین شمال کې د ایراني الوتکو بریدونه
جوزا 26, 1404 14:04صهیونیسټي رسنیو د نیول شویو سیمو په شمال کې د ایران د ډرون بریدونو د پیل خبر ورکړ.
-
د ایران بریدونو ته د صهیونیستانو غبرګون
جوزا 26, 1404 14:01د صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت شورا مشر د ایران د توغندیو وړتیاو په منلو سره د زرګونو توغندیو اعلان وکړ چې د ایران په اختیار کې دي.
-
د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د مشروع دفاع پر دوام د ایران ټینګار
جوزا 25, 1404 13:21د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تهران کې بهرنیو سفیرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د صهیونیستي رژیم په نښه کول په بشپړ ډول د ځان د دفاع مشروع حق پر بنسټ دی او د ایران د توغندیو عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چې د ایران په وړاندې د دغه رژیم یرغل پای ته ونه رسیږي.
-
د نړۍ ۴ هیوادونو مشرانو سره د ایران ولسمشر خبرې
جوزا 25, 1404 13:18د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان، ترکیې، قطر او سعودي ولیعهد سره په ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د دسیسې سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ. د ایران ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په خبرو کې دا هم وویل چې ایران هیڅکله د جګړې غوښتونکی نه دی خو له ځانه د دفاع لپاره هم ډډه نه کوي.
-
د ایران لخوا په اشغال شویو سیمو توغندیز باران
جوزا 25, 1404 13:16د یکشنبې په سهار د ایران لخوا په اشغال شویو سیمو توغندیزو بریدونو په صهیونیستي رسنیو کې پراخه پوښښ ترلاسه کړ. دغو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران بریدونو په نیول شویو سیمو کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.
-
د اسراییل پر وړاندې د ایران راکټي عملیاتو دویمه شپه
جوزا 25, 1404 13:14د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه او نن سهار د اشغال شویو سیمو دننه د پوځي، انرژۍ او زیربنايي موخو په وړاندې د پراخو ګډو توغندیزو او ډرون بریدونو لړۍ ترسره کړه په ځانګړې توګه د حیفا بندري ښار او د تل ابیب جنوبي سیمو دوه مهمې او ستراتیژیکې سیمې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 24, 1404 13:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د وعده صادق۳ عملیاتو څخه ولسي ملاتړ
جوزا 24, 1404 12:57د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو تېره شپه د ایران خلکو ته د اسلامي انقلاب د رهبر له پیغام سره سم د وعده صادق سه عملیات ترسره کړل. په دې عملیاتو کې د اشغال شویو سیمو په شمول تل ابیب او اشغال شوی قدس په لسګونو توغندیو سره په نښه شوی.