-
رسنیو کې د وعده صادق۳ عملیاتو خپریدل
جوزا 24, 1404 12:56د ایران اسلامي جمهوریت د غچ اخیستنې عملیات چې د دېیمې ریښتینې ژمنې عملیاتو په نوم یادېږي د نړۍ په رسنیو کې په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راغی.
-
د ایران په اړه د امنیت شورا ناسته
جوزا 24, 1404 12:53د ایران اسلامي جمهوریت باندې د صهیونیستي رژیم د ترهګریز برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه تیره شپه ترسره شوه. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په دې غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې صهیونیستي رژیم په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ عامل دی.
-
د ایران دولت او ملت سره د افغانانو خواخوږي
جوزا 24, 1404 12:50د ننګرهار ولایت اوسيدونکي د صهیونیستي رژیم لخوا په ایران هېواد برید تيری بولي او د ایران ولس سره خپلې خواخوږۍ څرګندوي او پر مسلمانه ټولنه غږ کوي چې سره يو لاس دې شي او د صهیونیستانو ځواب دې ووايي. په ورته وخت کې اسلامي امارت او یو شمیر افغان سیاستوالو هم په ایران هېواد د صهیونیستي رژيم برید غندلی او دغه برید يې د نړیوال اصولو خلاف او د نړیوال نظم د ګډوډلو په مانا یاد کړی.
-
د وعده صادق۳ عملیاتو څخه ولسي ملاتړ
جوزا 24, 1404 12:47د ایران خلکو نن سهار په مختلفو ښارونو کې د لویو غونډو په ترڅ کې وعده صادق سه عملیاتو بریالیتوب او د صهیونیستي رژیم د تیري په وړاندې د اسلام د جنګیالیو د قاطع ځواب په اړه خپله خوښي څرګنده کړي.
-
د سپاه هوايي ځواکونو د نوي قوماندان ټاکل
جوزا 24, 1404 12:46د جنرال امیر علي حاجي زاده له شهادت وروسته ستر رهبر ایت الله خامنه ای د یو فرمان په صادرولو سره جنرال سید مجید موسوي د سپاه پاسداران قول اردو د فضايي ځواک د قوماندان په توګه وټاکه.
-
د دښمن موخو پر وړاندې د هوايي دفاعي سیستم فعالیت
جوزا 24, 1404 12:46د تهران توغندیو دفاعي سیستم تېره شپه د ایران په پلازمېنې مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ځواب کې فعاله او وکولای شول چې د صهیونیستي رژیم توغندي په بریالیتوب سره له منځه یوسي.
-
اشغالي سیمو کې ایراني بې پیلوټه الوتکې
جوزا 24, 1404 12:45د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ بې پیلوټه الوتکې نن سهار د صهیونیستي رژیم جغرافیایي سیمې ته ننوتې او په بریالیتوب سره یې خپل هدفونه له منځه وړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 22, 1404 13:55د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
مشرانو شورا کې د ایران ضد پالیسیو پرېکړه لیک تصویب
جوزا 22, 1404 13:54د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشرانو جرګه کې د ایران په وړاندې د درېیو اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو لخوا وړاندیز شوی سیاسي پریکړه لیک د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هیواد د اټومي انرژۍ ادارې لخوا په کلکه وغندل شو. د دې دوو ایراني ادارو په بیان کې ویل شوي چې ایران به د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو لخوا د دې عمل ځواب ووایی.
-
د ایران پر ضد اقداماتو ته د تهران چارواکو خبرداری
جوزا 22, 1404 13:53د امریکایانو د ګواښونو او د سیمې له ځینو هیوادونو څخه د امریکایي ډیپلوماتانو د ایستلو راپورونو په ځواب کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي پریس ټلویزیون ته وویل هغه څه چې امریکایان یې کوي ایران ته ګواښونکی پیغام نه لیږي بلکې د دوی د ګټو په وړاندې د ایران ګواښونو ته ځواب ورکوي.