-
د سرپرست حکومت په رسیمت پیژندلو څخه د روسیې دفاع
سرطان 19, 1404 12:42د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان وکړ چې کابل سره د یاد هیواد همکاري په سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا، ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په موخه ده او د مسکو لخوا د سرپرست حکومت په رسمیت پیژندل هم په دې لار کې ترسره شوي دي.
-
صهیونیستي رژیم څخه د امریکا د دفاع وزیر ملاتړ
سرطان 19, 1404 12:41د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه لیدنه کې ټینګار کړی چې د ټولو نیوکو سره سره به د دغه رژیم لپاره د واشنګټن ملاتړ دوام ولري.
-
چین ته د ټولګټو چارو وزارت د استازي سفر
سرطان 19, 1404 12:40د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ادارې د ریل پټلۍ د چارو مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده د ریل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو دوام
سرطان 19, 1404 12:30په غزه کې روغتیايي سرچینې وايي چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په غزه کې نږدې اویا فلسطینیان شهیدان شوي دي. که څه هم دا جنایتونه نړیوالې غندنې سره مخ دي خو صهیونیستان خپل کار ته دوام ورکوي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 18, 1404 14:42د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په کابل کې د فوټسال لوبو دوام
سرطان 18, 1404 13:34د افغان فوټسال غوره لیګ د لسمې اونۍ په دویمه لوبه کې، لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.
-
د جوبايډن د حکومت پر وړاندې د ټرمپ څرګندونې
سرطان 18, 1404 13:33د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې که له افغانستان څخه د شرمناکه وتل نه وای؛ نو روسیې به پر اوکراین یرغل نه کاوه.
-
بلوچستان ایالت کې د ۶ کسانو وژل
سرطان 18, 1404 13:32پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې په څو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي
-
د ملګرو ملتونو نوي پرېکړه لیک ته د کابل غبرګون
سرطان 18, 1404 13:30د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د مسودې تصویب ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول پالیسۍ په کابل باندې د فشار راوړلو لپاره کارول کیږي، چې هیڅ یو یې د افغانستان د واقعیتونو سره سمون نه لري.
-
په ۹ولایتونو کې د باران او سېلابونو وړاندوینه
سرطان 18, 1404 13:27د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې څانګې وړاندوینه کړې چې د چهارشنبې په ورځ به لږ تر لږه په نهو ولایتونو کې سخت بارانونه، طوفانونه او سیلابونه راشي.