-
د هاګ محکمې د پریکړې په اړه د مجاهد دریځ
سرطان 18, 1404 13:26د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره د هاګ محکمې لخوا د سرپرست حکومت د مشر او د قاضي القضات د نیولو په غبرګون کې ویلي چې هغه د هاګ محکمې د نړیوالې جنایي محکمې په نوم هیڅ اداره په رسمیت نه پیژني.
-
هېواد ته د سیاسي څېرو بلنه
سرطان 18, 1404 13:24د افغانستان د سیاسي شخصیتونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور د افغانستان له پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راستانه شي
-
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې سلګونه کسانو شهادت
سرطان 18, 1404 13:23په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د صهیونیستي رژيم پوځ له خوا سختو هوايي بریدونو په سلګونو کسان شهیدان او ټپیان کړي دي. یو شمیر قربانیان په داسې حال کې شهیدان شوي چې په خورا بدو شرایطو کې د کډوالو په خیمو کې یې ژوند کولو.
-
د عراق په کردستان سیمه کې شخړې
سرطان 18, 1404 13:22عراقي رسنیو د عراقي کردستان سیمې په مرکز اربیل کې د کرد قبیلې او پیشمرګه ځواکونو ترمنځ د وسله والې نښتې راپور ورکړی.
-
د سعودي دفاع وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه
سرطان 18, 1404 13:19د سعودي عربستان دفاع وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه کتنه کې ویلي چې تهران او ریاض د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو مختلف اړخونو بیاکتنه کړې ده.
-
د نتنیاهو پر دفتر د ایراني توغندیز برید
سرطان 18, 1404 13:16صهیونیسټي رسنیو په دې وروستیو کې اعتراف کړی چې د رژیم د لومړي وزیر دفتر د نیوواک شویو سیمو په اړه د ایران د توغندیو په برید کې سخت زیانمن شوی او د څو میاشتو لپاره به د کارولو وړ نه وي. صهیونیستيي رسنیو ته لا تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ایراني توغندیو له امله صهیونیسټي رژیم ته د اوښتي زیان کچه اعلان کړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 17, 1404 13:41د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د واخان جام کرکټ سیالیو پای
سرطان 17, 1404 13:40د واخان کپ شل اووریز پای لوبه کې چې د کندز په لوبغالي کې ترسره شوه هندوکش سټرایکرز لوبډلې پامیر لجندز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ لقب ترلاسه کړ.
-
د کابل – اسلام آباد چارواکو ګډه ناسته
سرطان 17, 1404 13:39د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړۍ دوره د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه.
-
ملګرو ملتونو کې د افغانستان وضعیت ارزونه
سرطان 17, 1404 13:38د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تېره شپه د افغانستان د وروستي وضعیت د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړه. د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو غړو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو سره همکاري ودروي.