د خبر برخه
-
په پاکستان کې د تېر یو کال د نا امنیو راپور
جدی 04, 1404 17:30پاکستاني رسنیو د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې سږ کال په خیبر پښتونخوا ولایت کې پر پولیسو یو سل او څلور دیرش بریدونه شوي دي.
-
د روسیې ولسمشر د ونزویلا په ملاتړ ټینګار وکړ
جدی 04, 1404 17:28د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته د نوي کال په رسمي پیغام کې د وینزویلا لپاره د مسکو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
-
د صهیونیستي رژیم لخوا غزه کې د اوربند نقض
جدی 04, 1404 17:27په غزه کې د اوربند د سرغړونې په دوام سره صهیونیستي رژیم نن سهار د یادې سیمې په ختیځ او سویل کې سخت هوايي او توپچي بریدونه پیل کړل.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرې کېدو اغیزې
جدی 04, 1404 17:26د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی چې د دغه هیواد د سوداګرۍ ټولیز حجم د تیر کال په پرتله نږدې څلوېښت سلنه کم شوی دی، او د دې اصلي لامل افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کموالی دی.
-
د کارګرو تبادلې په اړه د کابل او تهران سلامشورې
جدی 04, 1404 17:24په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سره ایران ته د افغان کارګرانو د قانوني لیږلو په اړه خبرې وکړې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 03, 1404 17:21د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش غړي نیولو په اړه د کابل غبرګون
جدی 03, 1404 17:20د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي د نیولو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت اعلان وکړ چې دا اقدام د دوی هغه پخوانۍ ادعا تاییدوي چې د داعش مرکزونه او اډې په پاکستان کې دي.
-
د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر د افغانستان پر امنیت ټینګار وکړ
جدی 03, 1404 17:19د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه بیان کې وویل چې افغانستان نن ورځ یو خوندي هیواد دی او نورو هیوادونو ته ګواښ نه پېښوي.
-
د چابهار بندر په تړاو د افغان او ایراني چارواکو خبرې اترې
جدی 03, 1404 17:18د افغانستان سرپرست حکومت او ایران چارواکو د چابهار بندر د اغیزمنې کارونې په ټینګار سره د افغان سوداګرو لپاره د دې بندر د کارولو په انتخابونو بحث وکړ. په ورته وخت کې د چابهار بندر د آزاد زون سازمان اجرایوي رییس محمد سعید اربابي هم په یوه بیان کې وویل چې د چابهار آزاد زون افغانستان ته د توکو د ننوتلو لپاره ترټولو اقتصادي دروازه ده.
-
د ایران اټومي پروګرام په اړه د امنیت شورا ناسته
جدی 03, 1404 17:16د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې تهران د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له پای ته رسیدو وروسته د یادې شورا د قانوني واک په ردولو سره د خپل اټومي پروګرام په سوله ایز ماهیت ټینګار وکړ، بلخوا روسیې، چین او پاکستان هم د بندیزونو بیرته راګرځیدو سره مخالفت وکړ او د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.