د خبر برخه
-
صهیونیستي پوځیانو په لویدیځه غاړه چاپې وهلي
جدی 03, 1404 17:15فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې چاپې وهلې او یو شمیر فلسطینیان یې نیولي دي.
-
د لیبیا د پوځ لوی درستیز ترکیه کې د الوتکې په پېښه کې ووژل شو
جدی 03, 1404 17:11د لیبیا د پوځ لوی درستیز او ۴ نور لوړ پوړي پوځي چارواکي انقرې ته نږدې د فالکون ۵۰ الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شول، هغه پېښه چې ترکي او لیبیايي چارواکو لامل یې یوه تخنیکي ستونزه وبلله، او طرابلس ۳ ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
-
په افغان بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې ده
جدی 02, 1404 16:29د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان خپل اویا سلنه درمل له پاکستان څخه واردول. هغه زیاته کړه چې هند ته د هغه د پنځه ورځني سفر موخه د درملو واردول او د بدیل لاروا موندل وو. په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې نوی ډهلي باید د افغانستان اوږدمهاله طبي اړتیاوې پوره کړي
-
خصوصي پانګونې سره د قوش تپې او درزاب برښنا رسولو پروژه
جدی 02, 1404 16:28د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد اته سوه شپږ اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت د هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
-
د کابل اړوند د اسلام آباد په سیاستونو د مولانا فضل الرحمن نیوکه
جدی 02, 1404 16:26د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې د هیواد د دیني عالمانو په یوه غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پالیسۍ دښمنانه وبللې او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
-
خیبرپښتونخوا کې د ۵ پاکستاني پولیس افسرانو وژل کیدل
جدی 02, 1404 16:25د پاکستان پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې نن سهار د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د دوی په موټر باندې د وسله والو په برید کې د دوی پنځه سرتیري ووژل شول.
-
لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د پوځي چاپو دوام
جدی 02, 1404 16:22په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځي عملیاتو په دوام کې په مختلفو سیمو کې لسګونه فلسطینیان ونیول شول او یو شمیر نور ټپیان شول؛ په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم کابینې د یو قانون په تصویب سره په اشغال شوي قدس کې د الجزیرې دفترونه دایمي تړلي دي.
-
د بنګلادېش پر وړاندې د افغان ښځینه والیبال ټیم بریا
جدی 02, 1404 16:19د افغانستان د ښځینه والیبال لوبډلې د مرکزي آسیا د ښځینه والیبال اتلولۍ د ګروپ په دریم پړاو لوبه کې چې په مالدیف کې ترسره کیږي بنګله دیش ته درې پر یو ماتې ورکړه او په دې سیالۍ کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جدی 01, 1404 16:52د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
څلورو کلونو کې ۶.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي
جدی 01, 1404 16:51د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عبدالکبیر ادعا کوي چې په افغانستان باندې د دوی د واکمنۍ په څلورو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه اته سوه زره افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.