-
د تورغونډۍ بندر پراختیا لپاره هڅې
اسد 09, 1404 12:54د هرات-تورغندۍ د اورګاډي کرښې د پراختیا لپاره د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ترکمن شرکت سره د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ.
-
سویډن کې د ۴۷۰۰ افغانانو د پاسپورټونو بې اعتباره کیدل
اسد 09, 1404 12:53د سویډن د کډوالو ادارې لخوا د افغان پاسپورټونو د باطلولو اعلان وروسته زرګونه افغان کډوال د خپل استوګنې، کار او کډوالۍ خدماتو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ د ګرځندوی پر همکارۍ ټینګار
اسد 09, 1404 12:51په تهران کې د سرپرست حکومت د سفارت کلتوري اتشه د ایران د کلتوري میراث او ګرځندوی وزیر له سلاکار سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګرځندوی همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
رسنیو کې د ارزښتونو په ساتلو د مجاهد ټینګار
اسد 09, 1404 12:50ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل چې رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او مسلکي اصولو سره سم فعالیت وکړي او له ناسمو، احساساتي او غیر مسلکي څرګندونو ډډه وکړي.
-
صهیونیستي رژیم باندې د یمن هوايي برید
اسد 09, 1404 12:49د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې د ډرون دریو عملیاتو په یافا، عسقلان او نقب کې د صهیونیستي رژیم حساس پوځي ځایونه په نښه کړل.
-
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ زیاتوالی
اسد 09, 1404 12:48د پاکستان د مرکزي بانک د وروستیو احصایو له مخې په دوه زره پنځه ویشتم مالي کال کې له افغانستان څخه د دغه هیواد صادرات او واردات اته دیرش سلنه زیات شوي دي. دا بهیر په داسې وخت کې رامینځته کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري د تړلو سرحدي لارو او درنو تعرفو په څیر خنډونو سره مخ ده.
-
د یورانیمو په بډایه کولو د ایران ټینګار
اسد 09, 1404 12:47د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ تر هغه چې امریکایان د ایران د یورانیمو غني کولو په لټه کې اوسي هیڅ هوکړه به ونشي.
-
د اسماعیل هنیه د شهادت د کلیزې په مناسبت د حماس اعلامیه
اسد 09, 1404 12:46د فلسطین رسنیو راپور ورکړی چې په غزه کې د مرستې پر یوه ځای د صهیونیستانو د درې ساعته برید په ترڅ کې یو پنځوس فلسطینیان شهیدان شوي دي. د دې رسنیو په وینا په دې موده کې شپږ سوه کسان ټپیان شوي هم دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 08, 1404 13:57د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ
اسد 08, 1404 13:56د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولۍ ته د رسیدو وروستۍ ورځې نږدې شوي دي.