قوس 20, 1401 19:23 Asia/Kabul

د احمد شاه بابا ژوند او کارنامو ته یوه لنډه کتنه. په دغه لنډه ویډیو کې تاسې د احمد شاه بابا په اړه یو څه اندازه معلومات کتلی شئ.

احمد خان ابدالي د کندهار لۀ سدوزیو څخه ؤ، ده په ۱۷۲۲ ز کال پۀ هرات ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. پۀ ۱۷۳۱ ز کال کله چې ددۀ مشر ورور ذوالفقار خان د نادر افشار لۀ خوا ماتې وخوړه، دی خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته راستون شو، هلته د شاه حسین هوتکي لۀ خوا زنداني شو او ۸ کاله یې پۀ زندان کې تېر کړل. کله چې نادر افشار پۀ ۱۷۳۸ ز کال د کندهار ښار فتح کړ، دی او مشر ورور یې ذوالفقار خان لۀ زندان څخه د ایران مازندران ته تبعید کړل. احمد خان ابدالي پۀ ۱۸ کلنۍ کې د نادر افشار د پوځ لیکو ته د ننه شو او لۀ ۱۷۴۰ - ۱۷۴۷ ز کال پورې د نادر افشار پۀ یرغلونو او جګړو کې یې د افغاني پوځ سره ګډون درلورد او پۀ جګړو کې بریالی را ستون شو.

موږ بايد د رب ستاينه وکړو او لۀ احمد شاه بابا څخه مننه وکړو، هغه دا چې دنادر افشار لۀ وژل کېدو وروسته، هغۀ د ايران لۀ خبوشان ( قوچان) څخه کندهار ته لۀ افغان جنګياليو سره يوځای راستون شو. هغۀ ددې پرځای چې جنګيالي رخصت کړي تر څو خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو برعکس نوموړی د خپلو هېواد والو پۀ سوچ کې شو ترڅو هېواد وال يې د تل لۀ پاره د پرديو لۀ تېريو او ظلمونو څخه پۀ کراره شي. دی د افغاني لښکرو لۀ مشرانو سره وغږېدۀ او دوی يې پۀ شېرسرخ سیمه کې د لويې جرګې لپاره را وبلل، تر څو لۀ خپل منځ څخه يو کس د پادشاه يا زعيم پۀ توګه وټاکي، چې لۀ دې وروسته ددې خاورې او افغانانو د مشرتوب مسؤوليت پۀ غاړه واخلي، چې بلاخره د اتو ورځو خبرو اتر او مذاکراتو وروسته پۀ جرګه کې ښکېل افغانان د پادشاه پۀ ټاکلو او د يو خپلواک هېواد پۀ جوړلو بريالي شول.

وروسته لۀ ۶۰۰ کلونو د پخواني خراسان پر کڼدوالو د افغانستان منځته را تلل او د يرغلګرو خوارزمشاهیانو، مغولانو، تيموريانو، د هند بابريانو، تيموريانو، ايراني صفويانو او پۀ ځانګړې توګه د نادر افشار هغه ظلمونه چې د خلکو لۀ سرونو څخه يې منارونه جوړول پۀ هر ځای کې و. هر ملي او با احساسه کس دې ته اړ کوي تر څو دې ستر انسان (احمد شاه بابا) ته د درناوي سر ټيټ کړي او لۀ هغه څخه مننه وکړي، چې مونږ ته يې د افغانستان پۀ نامۀ هېواد پۀ ميراث پرېښود.

تگ