قوس 14, 1401 18:46 Asia/Kabul
  • د درملنې ناوړه لارې چارې

د ماشوم د دغه بد عادت د له منځه وړلو په وخت کې هم باید له ډېر زیات زغم نه کار واخیستل شي. د بد رد او په تریو تندي د زشتو خبرو پر ځای پکار ده چې ګوته يې ورو له خولې را وایستل شي. بلکې ښه به وي چې ماشوم ته په لاس کې یو سپک او ښکلی لوبتوکی ورکول شي چې تر ډېره وخته يې په لاس کې ونیسي.

د علاج ناوړه روشونه

 کند ذهنه ماشومان له خارجي ماحول سره ډېره کمه علاقه لري، نو له همدې امله په خپله دنیا کې ورک وي او د ګوتې له روودنې ډېر زیات خوند اخلي. بل، هغه ماشومان چې په ذهني کشمکش کې اخته وي، هغوی هم د ګوتې په روودنې لنډمهاله ارامتیا احساسوي، او په همدې وختونو کې په ماشوم کې د ګوتې روودنې عادت پخېږي.

د جنسي غړي د لمسولو عادت

په وړو ماشومانو کې خپل جنسي غړي ته د لاس ور وړلو عادت هم عام دی. دغه عادت ډېر زیات خطرناک دی. که ماشوم تر ډېره په دغه عادت اخته وي، نو د دې اندېښنه شته چې په لویېینې کې دغه ماشوم په جنسي فعالیت کې د برخې اخیستو وړتیا له لاسه ورکړي.

په دې ځای هم کې مور او پلار باید له ډېر زغم او اروايي ځیرکتیا نه کار واخلي او د «اوه! وشرمېږه، دا څه کوې؟ ارمونیه! خبیثه!» په څېر ترخه توري استعمالول او یا جسمي سزا ورکول د اصلاح خورا ناوړه روشونه دي. ممکن ماشوم به په دې تنکي عمر کې خپل جنسي غړي ته یوازې د لوبتوکي په سترګه ګوري. که په ماشوم کې له مناسبو لوبتوکو او خوندورو فعالیتونو سره علاقه پیدا شي، نو ممکن پام يې په بله واوړي او پخپله به له دې عادت نه لاس واخلي.

په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت

په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت ډېر عام نه دی او تر ډېره په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي چې ډېر زیات مضطرب او په ذهني فشار اخته وي. په غاښونو د نکانو غوڅول ماشوم ته لنډمهاله ارامي ورکوي. دغه ماشومان باید پوه کړای شي چې که د نکانو میکروب يې بدن ته ننوځي، پر روغتیا يې ناوړه اثر کولی شي او هسې هم د ښو ماشومانو په ډله کې نکانو غوڅوونکو خیرنو ماشومانو ته د احترام په سترګه نه کتل کېږي. بل خوا، پکار ده چې نجونو ته د نکانو توږوونکي او د نکانو رنګ ورکول شي او د صفا او صیقل شویو نکانو په جمالیاتي ټکو باید پوهې کړای شي، تر څو د نکانو د پاکوالي مینه ورسره پیدا شي.

د لویانو ناوړه عادتونه او ماشومان

ښکنځلې، جنګ او لاس اچول، په چټلتیا کې لوبېدل، چټل اوسېدل، دروغ ویل، غلا او دې ته ورته ناوړه عادتونو باندې به د کتاب په راتلونکو مخونو کې په تفصیل سره خبرې وکړو. خو که مو ماشوم په داسې چاپېریال کې روزل کېږي، چې هلته د وخت پابندي، د مهربانه مور او پلار په نرمه ژبه د خبرو انداز او یو کار په مناسبه طریقه ترسره کول رواج وي او داسې ماحول وي چې د ماشومانو مشروع تفریحي تقاضاوې په سپینو سترګو نه تر پښو لاندې کېږي، نو دا اندېښنه ډېره نه وي چې ماشومان به ناوړه عادتونه واخلي. د ماشوم په لوبو بندیز لګول، په اصل کې په ماشوم کې د غوسې او بدمزاجۍ د تقویه کولو په معنا ده.

یو شمېر کسان چې ماشوم په لوبو وویني، نو په خوا کې يې ودرېږي او هسې د ماشوم په لوبو کې ګوتې ور وهي. د ماشوم دغه ډول لاسوهنه هېڅ نه خوښېږي. بله دا چې له دې سره د لوبو ازاده فضا هم له منځه ځي. په دې سربېره، دا ډول لاسوهنه په ماشوم کې دا صلاحیت ختموي چې خپل کار پخپله ترسره کړي او خپلو ستونزو ته پخپله د حل لاره ولټوي. په ماشوم ډېر پام ساتل، هر کار کې ورسره بې ځایه مرسته کول او هره هیله یې سملاسي پوره کول، د ماشوم د نوښت ځواک او خپلواکي ته زیان رسوي. تر حد ډېره مینه په ماشوم کې دا تلوسه ټوکوي چې د هر چا د سترګو تور اوسي او دغه تلوسه په بالغ ژوند کې هم ماشوم دې ته مجبوروي چې د نورو په اسرې پسې وګرځي او یا خیراتخوره او ماشومانه چال و چلند ته لاس کړي.

د ښوونکو او والدینو مسؤلیتونه

د بدو عادتونو د اصلاح تر ټولو مناسبه دوره، د ماشومتوب وخت دی. یو ځل چې عادتونه پاخه شي، بیا يې پرېښودل ډېر سخت وي. نو له همدې امله ډېر زیات پام پکار دی چې ماشومان مو یوازې ښه عادتونه زده کړي او که په بدو عادتونو اخته هم شي، نو بیا هم د هغوی د اصلاح کولو له مسؤلیت نه سترګې پټول یا د اصلاح غلط روشونه کارول، په خپلو ماشومانو او ټولنه لوی ظلم دی.

تگ