قوس 14, 1401 18:29 Asia/Kabul
  • ماشوم ته د خبرو ښودلو چل

د کیسو ویلو پر ځای مو له ماشومانو سره خبرې وکړئ، تر څو هغوی ته مو هم د خبرو کولو حق پیدا کړی وي.

د کیسو ویلو پر ځای مو له ماشومانو سره خبرې وکړئ، تر څو هغوی ته مو هم د خبرو کولو حق پیدا کړی وي.

د ویده کېدو پروخت له ماشومانو سره د کیسو ویلو پر ځای خبرې کول څو ځله د هغوی د خبرو کولو یا تکلم قدرت پیاوړی کوي.

اروا پوهان او د دې برخې متخصصین وایي، که غواړئ د ماشومانو د خبرو کولو قدرت مو پیاوړی شي، نوماشوم ته مو د خوب پر وخت د کیسو ویلو پر ځای له هغوی سره خبرې وکړئ. دوی وایي کله، چې تاسو د شپې لخوا له ماشومانو سره خبرې کوئ ۶ ځله یې د خبرو قدرت د هغه په پرتله لوړېږي، چې تاسو ورته کیسې و وایئ.

کېدای شي ستاسو له ماشومانو سره د ویلو لپاره ډېرې خبرې نه وي، خو کله، چې دوی ستاسو غږ اوري، نومجبور دی، چې ستاسو د خبرو په ځواب کې یو څه و وایي، چې دا کړنه په ماشوم کې د تکلم قدرت په زیاته اندازه پیاوړې کولای شي.

تر ټولو جالبه خبره دا ده، چې تر څلور کلنۍ پورې د ټلویزیون کتل د ماشوم پر تکلمي قدرت کوم ځانګړی اغېز نه پرې باسي. له سلګونه کلونو وړاندې میندې او پلرونه د شپې له خوا، د دې لپاره، چې ماشومان یې په اسانۍ سره ویده شي هغوی ته کیسې وایي.

که څه هم، چې د اروا پوهنې زیات شمېر پوهان د خوب پر وخت ماشومانو ته د کیسو ویل ګټور بولي، خو له هغوی سره خبرې کول بیا تر دې هم ګټور دي.

امریکایي څېړونکو په خپلو څېړنوکې ویلي، چې ډیری میندې او پلرونه د دې لپاره، چې د ماشومانو د تکلم قدرت یې پیاوړی شي بېلا بېل کتابونه مطالعه کوي او له ډول ډول لارو چارو څخه کار اخلي، خو څومره ، چې له ماشوم سره خبرې کوئ د هغوی د تکلم قدرت پیاوړی کوي.

د UCLA پوهنتون استاد دکتور فردریک زیمرمن وایي: ډیری پوهان میندې او پلورنه هڅوي، چې خپلو ماشومانو ته کیسې ولولي، څو په ماشوم کې د آرامۍ حس پیدا شي او په څنګ کې ور سره له نویو کلمو او لغاتونو سره بلد شي، خو په دغه مېتود کې د ماشوم د اطلاعاتو تبادله نادیده نیول کېږي او د خبرو کولو چانس نه ور کول کېږي.

یو شمېر څېړونکوچې په ۲۷۵ ماشومانو یې څېړنه کړې ده کوم، چې عمرونه له یوه کاله نېولې تر ۴ کلونو پورې رسېدل. له ماشومانو سره د مور او پلار خبرې، په خپل منځ کې خبرې، ټلوېزیون ته کتل او ځینې نورې لارې چارې په دې څېړنه کې شاملې دي. تر ټولو ګټوره یې همدا په ګوته کړې ده، چې له ماشوم سره باید ډیالوګ وشي تر څو ماشوم هم په خبروکې برخه واخلي.

د دې کار یوه ښېګڼه دا هم ده، چې کله ماشوم خبرې کوي کېدای شي ځینې کلمې او یا تورې سم تلفظ نه کړي همدا ده، چې مور او پلار یې ورته لار ښوونه کوي او خبرې یې ور اصلاح کوي.

په څېړنه کې ښودل شوې هغه ماشومان چې یوازې کیسې او داستان ته یې غوږ نیولی و، د خبرو کولو قدرت یې یو څه پیاوړی ښکارېدو خو بیا هم د دوه اړخیزه خبرو په نسبت یې ښه پایله نه درلوده.هغه ماشومان، چې له خوبه مخکې به یې ټلوېزیون ته کتل په هغوی کې هېڅ کوم د پرمختګ ټکی نه تر سترګو کېده.

څېړنو ښودلې ده، چې ماشومان په یوه شپه ورځ کې له خپل مور او پلار څخه له ۱۳ زیات لغتونه اوري او دغه راز ۴۰۰ ځله ورسره په مستقیمه توګه ویل او اورېدل کوي.

میندې او پلرونه باید له دې فرصته په ښه ډول ګټه پورته کړي او خپلو ماشومانوته د نویو لغتونه په ور زده کولو کې او دغه راز د هغو د خبرو په اصلاح او د خبرو کولو د قدرت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

له ماشومانوسره یوازې خبرې کول کافي نه دي. والدین باید هڅه وکړي، چې خپل ماشومان خبرو کولو ته وهڅوي. ماشومانو ته باید اجازه ورکړل شي، چې خپل احساسات په خبرو کې بیان کړي ان که دوه بې مانا کلمې هم وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تگ