قوس 14, 1401 18:12 Asia/Kabul
  • ماشومان او هیلې یې

ټول کوچنیان دا هيلې لري چې له مشرانو سره خبرې وکړی، د يوڅه په اړه نظر څرګند کړي او د نورو له خوا ورته درانه وکتل شي.

ماشومان او هیلې یې

کله چې کوچنی وم چاپیریال او ټولنې حتی کورنۍ مې داسې انګېزه راکوله، چې د هغوی په خوښه مخته لاړ شم، ډېرې هیلې مې لرلې خو تل له یو ډول ډار سره مخ وم، غوښتل مې ځیرک و اوسم د مشرانو او استادانو په مخکې خبرې وکړم، په درس کې ترې پوښتنې وکړم، خو ټولنې چاپیریال او د کورنۍ غړو مې د مشرانو مخکې خبرې کول بې ادبي بلله او غلي پاتې کېدل یې، ځیرکتیا او هوښیاري بلله له هر څه به زړه توری وم یو ډول تشویش به راسره و ځيني وخت به مې د خپلې خوښې مضون، چې ښه به مې ذهن کې کېناسته تکیه کوله خو نور مضمونونه هم اړین وو چې باید پوره نمرې مې په کې اخیستی وی ځکه، چې دا د استادانو او کورنۍ خوښه وه، چې په هر مضمون کې باید پوره نمرې واخلم اوس چې زلمی هم یم د ژوند په اړه مې پرېکړه نه شم کولی.

خو دا ستونزه هر ماشوم لرله.

ښه مې یاد شي، چې د ماشومانو د کیسو کتابونه به د معارف له خوا مکتبونو ته ورکول کېدل. زموږ به ډېر خوښېدل، خو په مکتبونو کې به یې نه راکول په کلونو۔ کلونو به د مکتب په ډیپوګانو کې پراته وو باد او باران به وراسته کړل؛  په انځوریرو کیسو به یې په اسانۍ پوهېدو خو د مکتب کتابونه بیا سخت وو.

که غواړاﺉ، چې ماشومان مو هوښیار او ځیرک لوی شي هڅه وکړﺉ، چې د ماشوم غوښتنې پوره کړﺉ،

د ماشوم پر مهارتونو ځانونه خبر کړﺉ، چې په کومه برخه کې وړتیا او مهارت لري په همغه برخه کې ورته زمینه برابره کړﺉ!

کله چې ماشوم په لومړي ځل ښوونځي ته ځي له یو څو ورځو وروسته زړه توری کیږي، چې ښایي دا چاره په هغو ماشومانو کې زیاته وي چې هغه مو لومړنی ماشوم وي تر لومړني ماشوم مو دوه یم ماشوم له ښونځي سره ډېره مینه لري او ځیرک وي.

خو علت او توپیر یې په څه کې دی؟

توپیر یې په دې کې دی، چې لومړنی ماشوم د یوازیتوب احساس هم کوي اکثر وخت ښایي مور  پلار او یا کوم بل مشر ورسره په درس کې مرسته وکړي داسې مرسته، چې د ماشوم په خوښه نه وي.

خو کشر ځکه ځیرک او تکړه وي چې له ده سره مشر ماشوم وي، د یوازیتوب احساس نه کوي

او اکثر وخت ورسره ورور یا خور مرسته کوي چې ماشوم هر ډول وغواړي خور یا ورور ورسره همغه ډول د ده په خوښه مرسته کوي، چې ماشوم په کې ازاد احساس کوي.

خو له مکتبه د زړه تورۍ د لمنځه وړلو دپاره پکار ده چې، ماشوم سره پر هغه لاره قدم ووهو، چې مکتب ته پرې ځي او هغه ماشومانو سره وپېژنو، چې مکتب ته ورسره ځي، تر يو څه وخته پکار ده چې هره ورځ یې پخپله تر مکتبه ورسوو، چې د مکتب ماحول او ودانۍ سره عادي شي خو زموږ د ټولنې یوه بله ستونزه دا هم کېدای شي، چې ښوونکي د ماشوم د روزنې په برخه کې نامسلکي چلن کوي د روزنې مسولیت پر غاړه نه اخلي.

بله ستونزه د ښونځیو په کتابونو کې ده. چې وچ کلک لیکل شوي دي او د ماشوم له سویې لوړ او شمېر يې ډېر دی.

د ماشومانو د کیسو کتابونه کولی شي، چې له ماشوم سره مرسته وکړي، چې په ذهن کې یې کېنوي او ژر یې زده کړي. ماشوم کولی شي چې د انځورونو په واسطه ښه زده کړه وکړي ځکه چې ماشومان له کیسو او انځورونو سره شوق او مینه لري.

امیرشاه یاد

تگ