قوس 14, 1401 18:10 Asia/Kabul
  • کوچنیان له کومه ځایه د کار زده کړه پيلوي؟

د مور او پلار غوښتنه دا وي، چې یو مسوولیت منونکی او پرکاره ماشوم وروزي، تر څو په راتلونکي کې هم د خپلې ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت په پوره غور او دقت سره تر سره کړي او هم د خپلې کورنۍ لپاره یو ویاړلی کس و اوسي.

د کوچنیانو مسوولیت لومړی له خپله کوره او د کور له کارونو پیلېږي.

کله چې کوچنی داسې وروزل شي، چې په خپله کورنۍ کې خپل کار او مسوولیت په خپل وخت او مناسب ډول تر سره کړي، نو هغه ده، چې بیا په ټولنه کې هم خپل مسوولیت په سم او مناسب ډول تر سره کولای شي.

 له بده مرغه زموږ ډېر لږ کوچنیان دغه څه په کور کې زده کوي او ډېری یې داسې دي، چې په کورنۍ کې له خپل مور او پلار سره د کور په کارونو کې مرسته نه کوي او یا یې هم مور او پلار په دغه برخه کې ناغېړي کوي. ماشومان نه مجبوروي، چې له دوی سره د کور په کارونو کې مرسته وکړي، تر څو د راتلونکې لپاره په کار کولو روږدي شي او له هغه وروسته په ټولنه کې هم خپل مسوولیت په سم ډول تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له نن څخه نېږدې ۵۰۰ کاله مخکې دغه څه د ماشومانو په برخه کې پیل شوي دي، چې ماشومان لومړی باید د کار په خپله کورنۍ کې زده کړي، چې په اسیایي او افریقایي هېوادونو کې اوس هم دغه څه د یوه دود په توګه پاتې شوي دي.

دا ځکه، چې د دغو هېوادونو په لېرې پرتو سیمو کې ډېری خلک په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي، نو له هماغه کوچونوالي ماشومان له خپلو پلرونو سره د کور او یا هم د ځمکو په کارونو کې بوخت وي.

په کورنۍ کې پر ماشومانو د کارونو ویشل هم څه اسانه خبره نه ده، خو شته ځینې داسې لارې چارې، چې ماشوم وکولای شي خپل کار په ډېره مینه تر سره کړي او ان دغه څه د یوه د«کار» په ډله کې هم ونه شماري.

په ډېری کورنیو کې پر ماشومانو باندې د هغوی له وسې سره سم کارونه تر سره کول د یوه سنت په ډول پاتې شوي دي.دغه څه له ماشوم سره مرسته کوي، څوله یوې خوا په راتلونکې کې ور څخه یو مسوولیت منونکی کس جوړ شي او له بلې خوا د خپل مور او پلار اوږه هم یو څه سپکه کړي.

ایا ډاډه نه یئ، چې ماشومان به مو څه ډول په دې کارونو پسې ورسېږي؟

اندېښنه مه کوئ، په دغه لیکنه کې به تاسو ته داسې څه در په ګوته کړو، چې له هغو څخه په ګټې اخیستنې ماشومان کولای شئ په عملي ډول کار تر سره کړي او له دې لار یو څه زده کړي.

د ماشومانو لپاره د کور د کارونو ارزښت:

د ګټې حس په ټولو انسانانو کې ډېر پیاوړی وي هغه که ماشوم وي او یا هم لوی. په ماشومانو کې له ۱۸ میاشتو وروسته دغه حس را ژوندی کېږي او غواړي، چې له خپل مور او پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي.

دوی په دې برخه کې ډېر کنجکاو وي، د دوی د کار ارزښت په دې وخت کې ډېر پورته وي. د یوه مور او پلار لپاره لازمه ده، چې په دغه برخه کې د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي او هغوی ته لارښونه وکړي.

د ماشومانو د روزنې کتاب لیکونکی« پروفیسور راجر ډبلیو مکنتایر» په دې اند دی، چې ماشوم باید په کور کې یو لړ مسوولیتونه ولري، چې له لاندنیو لارو څخه په ګټې اخیستنې کولای شئ هغه خپل مسوولیت ته متوجه کړئ او په څنګ کې ور سره مرسته او ورته لار ښوونه وکړئ.

۱– د کار کولو پر وخت د ماشوم په تېر وتنو نیوکه مه کوئ!

هېڅکله په ماشوم فشار مه راوړئ، چې کار دې په سم او اساسي ډول بې له کومې تېروتنې تر سره کړي. له ماشوم څخه دا تمه مه کوئ، چې ټول کارونه دې په سم ډول تر سره کړي، هڅه وکړئ، چې د ماشوم په کار کې په مستقیم ډول ځان دخیل نه کړئ.

۲– ماشوم ته د مسوولیت په سپارلو کې ځنډ مه کوئ!

کېدای شي تاسو فکر وکړئ، چې ماشوم لا کوچنی دی او د دې کار د تر سره کولو توان به ونه لري، خو ستاسو د فکر برعکس د ماشوم فکر او توانایي له هغه څه ډېره پورته ده، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ.

ماشومان کولای شي، په ډېر کم عمر کې هم ځینې داسې کارونه تر سره کړي، چې ان تاسو به یې په اړه فکر هم نه وي کړی.د بېلګې په توګه د کالیو مینځلو په ماشین کې د ککړو کالیو اچول، د میزونو د سر پاکول، د سترخوان پاکول او داسې نور. ډېری پلرونه او میندې فکر کوي، چې ماشوم ته یې لومړی لارښونه وکړي او یو کار ور زده کړي، له هغې وروسته یې باید په عملي ډول تر سره کړي، خو داسې نه ده، ځکه د کار کول له ماشوم سره مرسته کوي، چې هغه کار لا ښه زده کړي او له هغه وروسته یې په ډېر ښه ډول تر سره کړي.

۳- تشویق او هڅونه مه هېروئ!

ماشوم د کار کولو پر وخت تشویق کړئ! دې ته مه په تمه کېږي، چې صبر یو ځل کار خلاص کړي او له هغې وروسته به ورته ډالۍ او یا افرینی ورکړو.د کار کولو پر وخت د ماشوم تشویق ماشوم دې ته هڅوي، چې په ډېر ښه ډول خپل کار پای ته ورسوي.

۴– د ماشوم کارونه پر وخت څارئ!

هغه کارونه، چې ماشوم یې تر سره کوي، یوازې دوی ته یې وسپارئ؛ د بېلګې په ډول دوی ته و وایئ، چې هر سهار وروسته له هغې، چې سهارنۍ وخوړل شي، باید د دسترخوان ټول لوښي پخلنځي ته یوسي، تر څو د کورنۍ نور غړي یې ومینځي، دغه څه ته مو باید پام وي، چې ماشوم باید په خپل وخت خپل کارته متوجه کړئ.

۵- ماشوم د کار کولو یو مهال وېش جوړ کړئ!

هغه کارونه، چې د کورنۍ لوی غړي یې تر سره کوي په یوه چوکاټ کې ولیکئ، او هغه کارونه، چې غواړئ ستاسو ماشومان یې تر سره کړي، د شکل او انځور په ډول یې په یوه ځانګړي چوکاټ کې ولیکئ او ماشوم ته خوښه ورکړئ، چې په خپل زړه د ځان لپاره کار په نښه کړي، ځکه که تاسو په ماشوم باندې یو کار په زور وتپئ، کېدای شي په سم ډول یې تر سره نه کړي او له کاره زړه توری شي.

لیکنه: شیدا فروغي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تگ