قوس 14, 1401 18:08 Asia/Kabul
  • د کوچنیانو روزنه په بریالۍ توګه ترسره کړئ!

تر دې دمه ډېرو کسانو د بریالیو ماشومانو ځانګړنې بیان کړي او دا یې هم ویلي چې څنګه دوی له نورو کسانو څخه توپیر لري. خو ترټولو مهمه پوښتنه دا ده؛ ددې لپاره چې ډاډمن شئ، ماشومان دې په راتلونکې کې بریالي وي، ته د مور یا پلار په توګه څه کولی شې؟

د ماشوم بریالۍ روزنه

لاندې د څېړونو څو ټکي درسره شریکوو چې په عملي کولو یې تاسو د خپلو ماشومانو له بریا سره مرسته کولی شئ.

۱. د کورنۍ له غړو سره په ګډه د شپې ډوډۍ خوړل

د هاروارډ پوهنتون یو اړوند غیر انتفاعي سازمان په وینا، هغه ماشومان یاهم ځوانان چې په اونۍ کې پنځه وخته سر پر سر له کورنۍ سره یوځای خواړه خوري، د بد چلند، چاغوالي او ژور خپګان (ډیپریشن) نښې په کې ډېرې لږې لیدل کیږي. همدارنګه د دوی نومرې په منځنۍ کچه په ښوونځي یاهم په پوهنتون کې لوړې وي، د لغاتونو ښه ذخیره لري او په ځان ډیر باوري وي.

۲. ماشومان د بريښنايي سکرین لرونکو وسایلو ( سمارټ فون، ټابلیټ، کمپیوټر..) کارولو ته ډېر مه پریږدئ!

څېړونکي دې پایلې ته رسیدلي، که چیرې ماشومان له ټبليټ او یاهم سمارټ فون څخه ډېرکار واخلي، نو کولای شي چې د دوی ذهن د تل له پاره واړوي. په ځانګړي ډول، د ډېرو وړتیاوو د پرمختګ مانع ګرځي، په شمول د تمرکز، توجو، د لغاتو ذخیره او ټولنیز مهارتونه.

په حقیقت کې، د امریکا د ماشومانو طبي اکاډمي په وینا، د هغو ماشومانو عمر چې له اتلسو (۱۸) میاشتو څخه کم وي، نه باید چې د سکرین لرونکو توکو کارونې ته وخت ورکړل شي. هغه ماشومان چې عمرونه یې له (۵-۲) کالونو دي، باید په محدود ډول د ورځې یواځې یو ساعت سکرین لرونکو توکو ته وخت ځانګړی کړي. له پنځه کلنۍ نه لوړ عمره ماشومان باید په دې ځان ډاډمن کړي، چې همدا سکرین لرونکي توکي نه باید د هغوی د خوب، ورزش او ټولنیزو خبرو اترو ځای ونیسي.

دغه څېړندویه ټولنه دا هم وایي چې، میندې او پلرونه باید د خوړو دسترخوان (مېز)، موټر او د خوب تخت له سکرین لرونکو توکو څخه خوندي وساتي (په دې ځایونو کې ماشومانو ته د سکرین لرونکو بريښنايي وسایلو د کارولو اجازه ورنکړئ).

۳. له کور څخه بهر کار کول

د کور دننه د میندو کار کول (په کور کې پاتې کیدل) ګڼ شمیر کورنۍ ګټې لري، خو د هاروارډ پوهنتون د سوداګرۍ برخې څېړونکي دې پایلې ته رسیدلي، چې کله چې یوه مور له کور څخه بهر کار کوي، نو په ډېر احتمال سره یې لوڼې کولای شي چې خپل ځان ته دندې ومومي، په ټولنه کې اداره کوونکي رولونه ولوبوي او د هغو نجونو په پرتله زیاتې پیسې لاسته راوړي چې میندې یې دندې نه لري.

۴. په ماشومانو واړه او سپک کارونه کول

د (۲۰۱۵) کال په (TED Talk) ویډیو کې، جولي لیټکوټ-هیمس، د ( ماشوم باید څنګه لوی کړئ) کتاب لیکوال وايي چې، په هاروارډ پوهنتون کې هغو ګډونوالو غوره بریاوې تر لاسه کړي چې په ماشومتوب کې یې د کور واړه او سپک کارونه ترسره کړي و.

۵. له ماشومانو سره درس ویل

د نیویارک پوهنتون د طبابت د څانګې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي، هغه ماشومان چې میندې او پلرونه یې ورسره درس وايي، ښوونځي ته له تلو لا د مخه یې ژبه، لیک و لوست او د لوستلو مهارتونه ډیر ښه وي. همدارنګه، هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې له کتابونو سره لیوالتیا لري، وروسته په هغو کسانو بدلیږي چې کتابونه د شوق او ذوق لپاره لولي چې دا بیا په خپل ذات کې ډېرې ګټې لري.

ډاکټر الایس سولیوین وایي: موږ د یوشان ټولنیزو مخینو ماشومان چې په لس کلنۍ کې یې یوشان آزمویلې وړتیاوې درلودلې سره پرتله کړل او دې پایلې ته ورسېدو هغوی چې په متواتر ډول په لس کلنۍ کې یې کتابونه لوستلي وو او په په شپاړلس کلنۍ کې یې په یوه اونۍ کې له یوځل څخه زیات لوستي وو، د آزموینې پایله یې له هغو کسانو څخه لوړه وه چې په کمه اندازه یې کتابونه لوستي وو.

۶. سفر کولو ته ماشومان هڅول

د زده کوونکو او ځوانانو د سفر ټولنې د (۱،۴۳۲) هغو آمریکایي استادانو ترمنځ سروې کړې، چې نړیوالو سفرونو ته ډېر ارزښت ورکوي. په ځانګړي ډول، دغه نړیوال سفرونه کولای شي چې بې شمیره مثبتې اغېزې ولري:

• په زده کوونکو او ځوانانو کې (۷۶٪) د سفر کولو غوښتنه (میل) را ژوندی کوي• کولای شي چې (۷۴٪) د نورو فرهنګونو او قومونو زغمل زیات کړي• کولای شي چې (۷۳٪) د پوهې، زده کړې او نوښت لیوالتیا زیاته کړي• کولای شي چې (۷۰٪) د بیلابیلو خوړو، د خوړلو لېوالتیا زیاته کړي• کولای شي چې (۶۹٪) خپلواکي، خپل نفس ته درناوۍ (احترام به نفس) او په ځان باور زیات کړي• کولای شي چې (۶۹٪) د کنجکاوۍ حس زیات کړي• کولای شي چې (۶۶٪) زغم او مقابل لوري ته درناوۍ کول زیاته کړي• کولای شي چې (۶۶٪) توافق ته رسېدل او د یو شي پر وړاندې حساس اوسېدل زیات کړي• کولای شي چې (۵۱٪) د خپل شخصیت ښکاره کول زده کړي.

د خپلو اولادونو (ماشومانو) بهر هېوادونو ته لیږل او یاهم له خپل ځان سره بهر هېوادونو ته بېول تر ډېره بریده شونې نه وي، خو لوی زړه غواړي. همدارنګه، دغه سروې له استادانو څخه د هېواد دننه سفرونو برابرولو غوښتنه کوي چې داهم بهر هېوادونو ته د سفر کولو یوشان ګټې لري.

۷. ماشومانو ته د ناکامۍ اجازه ورکول

که څه هم دا کار منطقي نه بریښي، خو بیاهم دا یو له هغو غوره کارونو څخه دی چې میندې او پلرونه یې باید ترسره کړي. د اروا پوهې ډاکټرې سټیفني اولیري په وینا، ماشومانو له پاره ناکامي د ځینو دلایلو پر بنسټ ډېره ښه ده. د ناکامۍ تجربه کول ستاسو ماشومانو ته مبارزه کول ورزده کوي، چې دا پخپله هغه مهارت دی چې په حقیقي نړۍ کې ډېره ورته اړتیا لیدل کیږي. همدا مبارزه ستاسې ماشومانو ته د اړتیا وړ مبارزه ورزده کوي چې څنګه له خپل سیال سره په واقعي بڼه مبارزه وکړي او بریالی شي. د وخت په تېریدو سره، هغو ماشومانو چې ماتې تجربه کړې، ارتجاعي حالت ځانته غوره کولای شي او د ستونزمنو او ننګوونکو کارونو ترسره کولو سره ډېره لېوالتیا ښيي ځکه چې دوی له ماتې څخه ډار نه لري. همدارنګه نوموړې وايي، هغه کارونه چې باید ماشومان یې ترسره کړي خو د هغوی پرځای یې تاسې ورته ترسره کوئ، د دې پیغام لیږدوي ګوندې تاسې پر هغوی باور نه لرئ.

لیکواله: کریسټینیا ډیس ماریسژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

تگ