قوس 14, 1401 18:05 Asia/Kabul
  • له اولادونو سره څنګه دوستانه اړیکې جوړولی شو؟

موږ باید د خپلو ماشومانو خپلواکۍ او بې سارو هڅو ته په درنده سترګه وګورو. غوره داده چې له خپلو اولادونو سره له مور پلار زیاتې داسې دوستانه اړیکې ولرو چې هغوی وکولی شي، د خپلو ستونزو او بریاوو په اړه له موږ سره ډاډه خبرې وکړي او دا اړتیا ورته پېښه نه شي چې ځینې تیروتنې رانه پټې کړي.

له اولادونو سره څنګه دوستانه اړیکې جوړولی شو؟

موږ باید د خپلو ماشومانو خپلواکۍ او بې سارو هڅو ته په درنده سترګه وګورو. غوره داده چې له خپلو اولادونو سره له مور پلار ډېرې داسې دوستانه اړیکې ولرو چې هغوی وکولی شي، د خپلو ستونزو او بریاوو په اړه له موږ سره ډاډه خبرې وکړي او دا اړتیا ورته پېښه نه شي چې ځینې تیروتنې رانه پټې کړي.

لاندې ځینې داسې ټکي دي چې له موږ سره دا مرسته کولای شي، چې له خپلو اولادونو سره ښې اړیکې جوړې کړو:

۱. بښنه غوښتل

که چیرې ته له خپلو اولادونو سره یوازې د مور او یا هم پلار په څیر چلند کوې، او ترمنځ مو د ملګرتیا تړاو نه وي، نو اولادونه دې یوه ورځ راټول کړه او ورته ووایه چې، زه بښنه غواړم چې ما تر دې دمه له تاسې سره د یوه ښه ملګري په څیر چلند نه دی کړی.

وروسته بیا ورته ووایه، چې زه غواړم له تاسې سره نوې اړیکې جوړې کړم، چې د هغو اړیکو پر اساس به موږ او تاسې له دې وروسته نه یوازې د مور/ پلار او اولادونو ترمینځ اړیکې لرو، بلکې د ښو ملګرو په څیر به هم اوسو..

۲. ټولو اولادونو ته په یوه سترګه کتل

هغه اولادونه دې چې بلوغ حالت ته رسیدلي او هغه چې لاهم واړه دي نو ترمینځ یې توپیري چلند مه کوئ. داسې مه کوه، چې یو اولاد دې زړه ته ډیر نیږدې کړې او تل ښه رویه ورسره ورکړې او بل ته هیڅ ارزښت هم ورنکړې. که چیرې ته د اولادونو ترمینځ توپیري چلند کوې، نو ښايي چې په ډېر لږ وخت کې د ځينو اولادونو اړیکې درسره خرابې شي.

۳. د اولاد خپلواکۍ ته درناوۍ کول

اولاد ته (په چوکاټ کې دننه) ازادي ورکول او خپل کار ته پريښودل له هغوی سره د ازاد او مستقل ژوند په برخه کې تر ډیره بریده مرسته کولای شي. کله چې اولاد بلوغ حالت ته ورسیږي، نو هغه ځانته جلا داسې ژوند لري، چې د ژوند ځینې برخې یې نور له تاسره شریکې نه دي او ته هم ځانته ژوند لرې. موږ د لویانو په څېر ډېر کله هڅه کوو چې زموږ ماشومان دې ټول کړه وړه زموږ په څیر وکړي. خو دې ته نه ګورو چې زموږ او د ماشومانو د عمر تقاضاوې بیخي جلا دي. هغوی ته د لوبو، لوست او کار په برخه کې د انتخاب اجازه ورکړئ. د تېروتنو حق ورکړئ څو له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي. همداراز په ژوند کې ګڼې نورې چارې شته چې مور پلار باید په کې د خپلو ماشومانو مصؤنه ازادي تضمین کړئ.

۴. تل یوې موافقې ته رسېدل

په خپلو خبرو کې دې هغو خبرو ته پام وکړه، چې زړه خپه کوونکې اوسي. که چېرې ته پر خپل اولاد په ظالمانه او شرموونکې بڼه نیوکې کوې، نو پوه شه چې ته لاهم د مور/ پلار رول لوبوې، نه د یوه ملګري رول. په شرموونکې او خجالت کوونکې بڼه په خپل اولاد نیوکې کول د اولاد او والدینو ترمینځ واټن رامینځ ته کوي او ځینې وخت د دې لامل هم کیږي چې اولاد له خپل والدینو څخه زړه توری شي.

لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ  ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

تگ