قوس 14, 1401 17:57 Asia/Kabul
  • ماشوم او روزنه

کوچنی وم، په هیڅ نه پوهېدلم، هر چا به چې په غېږ کې واخېستلم او یا د لاسه ونیولم فکر به مې کولو چې دا مې له ژوند او ضرورتونو سره، سره د هرې پېښې د خوندي کولو غېږ ده، خو دا خبره تر ډېره بریده سمه نه وه!

 چا به د خپل پلار او کورنۍ د غړو پر مخ کې پورته او ښکته کولم، خو ځینو به زما وړکتوب او ګونګۍ ژبه خوښوله.

 زما فکر  داسی نه وو او نه په دې پوهېدلم چې ولې مې دا خلک ښکته او پورته او په ګونګۍ ژبه خبرې راسره کوي،  دا نو بیا یوه بېله نړۍ وه، نه د ژوند په مانا او نه مې د ژوند تر نامه لاندې څه  پېژندل!

یخ او ګرم،  سخت او  پوست، شيشه او اوسپنه مې نه پېژندله یواځې په دی فکر او سوچ کې به وم  چې ګواکې ټول د لوبو شیان دي .

 کومه خواړه به چې زما لپاره صحي وه نو د کورنۍ غړو به راکوله او کله به چې د کور غړو خوراک کولو ما به ژړل او په خپله ماشومانه ژبه به مې وویل هغه خواړه چې تاسې تر مخ پراته دي  ماته یې هم  راکړئ چې وی خورم.

چا به چې قلم، کتاب او داسې نور څیزونه په لاس کې نیولي ول،  ما به کوشش کولو چې زه یې ترې واخلم او په دې فکر کې به وم شاید د خوراک شیان یي،  په دې نه پوهېدم چې ایا دا خوراکې توکي ندي او په خوړلو یې بدن ته زیان رسیږی. نه پوهېدم،  تل به مې پلار زما په ژبه پوهولم. یواځې د ماشوم ذهني فکر زر بدلېدلای شي او زر یې هغه څه چې قصد ورته لري هیریږي، نو زه به مې خپلې کورنۍ همېشه په بله لوبه یا هغه څه چې ما به خوښول او تاوانې نه وو، مصروفولم.  هغه موضوع چې قصد به مې ورته لاره هغه به مې هېره شوه.

تاسې پوهېږۍ ولې داسې وم او څنګه به مې دغسې کړنې خوښولې؟!

ځکه چې ماشوم وم او ذهني پراختیا ته مې ضرورت لیدل کیدلو،  ښه تربیې ته مې اړتیا وه!

بله پوښتنه دا ده چې لومړني  استادان مې څوک دي او ولې استاد ته معنوي پلار ویل کیږي؟!

شاید داسې پوښتنې په وړکتوب کې چا ته فکر ته رانشي او نه ماشومان په دې فکر کولای شي،  ځکه ذهني جوړښت یې داسې کړنو ته برابر ندی او داسې پوښتنې یې د ماشوم د تربيې په يو پړاو کې پیدا کيږي، بیا یې خپله د حل لپاره کوشش کوي تر څو و پوهیږي چې استاد څوک او استاد ته ولې معنوي پلار وایي.

دا چې په پورته خبرو یواځې د ماشوم اولني حرکات او د تربیې په پیل کمې خبرې وشوې نو ضروري ده چې د ماشوم د تربيې او تعلیم زمينه او د زمينې برابرښت ته کومه لاره ده چې د ماشومانو د ښې ښوونې او روزنې  کړنه اسانه وي!؟

د ماشوم روزنې او پالنې ته ځانګړې  اړتیا لیدل کیږي په مسؤلینو یې فرض ده.

لومړی:  د ماشوم روزنه د ماشوم د خوراک او څښاک او د خوب له ځایه پیلیږي دی. که فکر وشي دا برخې مهمې او بنسټیزې بللی شو یعنې د همدې ځای څخه د روزنې لومړی قدم پیلیږي او په نورو اړخو یې هم د همدې ځای څخه فکر کولای شو او که په همدې تګلاري عملاً کار وکړو نو کیدای شي یو یو تکړه او بافکره انسان وروزو.

د ماشوم د عمر په پړاونو کې هره برخه بېله روزنې ته اړتیا لري چې دا یو دقت ته ضرورت لري.

تر بنسټیزو اړتیاوو وروسته باید د ماشوم د احساساتو پالنې او روزنې ته پام واړوو او یا په ټولنه کې د دوی د بریا د لارو د موندلو او د هغو د ور زده کولو اړخ ته وګورو.

د ماشوم ماغزه لکه د سپنج وګڼئ چې د شاوخوا چاپېریال هر څه جذبولی شي. په دې کې اورېدل او لیدل هم شامل دي.

د ماشوم په لومړنیو پنځو یا اوو کلونو کې د دوی ماغزه ډېر څه اخلي. دا ټول هغه راغونډ شوي معلومات دي،‌ چې زموږ په ژنتیکي جوړښت کې ځای لري،‌ له ماشوم سره چې څه کیږي په اوتومات ډول یې غبرګون ښیي.‌

یعنې د ماشوم ذهني قوه او د لوړ عمره کس ذهني قوه توپیر لري، د ماشوم ذهني پراختیا په چټکۍ ترسره کیږي ولې د پراختیا لپاره لازم تدابیر نیول پکار دي، او یو منظم چوکاټ ته داخل شي، نو بیا ذهني پراختیا په چټکې په کې ترسره کيږي.

 د ډېر عمر انسان ذهني پراختیا برعکس ده،  د دوی ذهني پراختیا یو چوکاټ ته دا خل شوې وي او د شخص په فکر او ذوق پورې تړلې ده چې څنګه وکولای شي او په کومه برخه کې پرمختګ وکړي.

دلته بل سوال دا دی چې ایا د ذهني ودې لپاره چوکاټ مهم دی؟

ولې نه!!!  که چېرته ذهني وده په یو چوکاټ کې منظم ځای ونلري د زده کړې ستونزې ډېریږي !

له بل اړخه که وکتل شي د یو کار لپاره پلان یو مهم چوکاټ دی، یعنې د کار اولنۍ برخه پلان دی او که چېرته پلان وي نو معلومه ده چې د یو معلوم کار لپاره موږ چوکاټ جوړ کړ!

اصلي غرض دا دی چې  که چیرته د ماشوم د روزنې لپاره پلان ونلرو،  شاید دغه روزنه نیمګړي وي او موږ خپلې موخې ته د مخه ناکام پاتې شوم.

اصلې مفهوم دا دی چې د ماشومانو روزنې لپاره په پلان کار وکړو تر څو وپوهیږو چې د ماشوم روزنې لپاره لومړني تدابیر څه دي او څنګه د یوې کورنۍ ماشوم کومو کړنو ته وهڅول شي تر څو لومړنۍ هڅه یې د روزنې یوه بریالۍ هڅه وي او په نوبتي شکل هره مرحله په یو منظم سیستم مخ ته ولاړه شي.  د ماشومانو روزنه به مو د یوې ښې پراختیا پایله ولري،  تر څو یو ماشوم د وطن او هم د کورنۍ لپاره غوره ستر شي!

که چېرته هره کورنۍ،  د ماشومانو د روزنې لپاره د لازمو کړنلارو په درلودلو سره مخ ته ولاړه شي، نو دا کورنۍ یوه بریالۍ کورنۍ ده.  که ټولنه هم د همدې برخې لرونکې وي نو معلومه ده چې ټولنه هم د یوې ښې تګلارې درلو دونکې ده.

اصلي خبره دا ده چې د ماشومانو ښه روزنه دنیاوي او هم اخروي ګټې یواځې د ماشومانو لپاره نه لري بلکې په دې روزنه کې د قربانۍ ورکوونکي هم بریالي دي!

 ماشومان وروزۍ چې ټولنه مو وروزل شي!!!

تگ