قوس 14, 1401 17:52 Asia/Kabul
  • په زده کوونکو کې د نوښتونو د پیدا کولو لارې

د نن ورځې ژوند هره شېبه د نوې کېدو په حال کې ده. خلاقیت او نوی والی د فعال ژوند او انسان د خوشحاله او بریالي ژوند لپاره نوي والي او خلاقیت ته اړتیا ده؛ ترڅو پورې خپله انګېزه د بېلابېلو غوښتنو لپاره پراخه کړي.

په زده کوونکو کې د نوښتونو د پیدا کولو لارې

 د نن ورځې شعار((که خلاق او نوښتګر ونه ووسئ، له منځه تګ مو حتمي دی)) مګر د ښوونیزو سازمانونو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې، چې د هېواد د اولادونو او د راتلونکي جوړونکی، تربیت په غاړه لري، مسوولیت زیات دی. په دې خاطر ښوونیز سازمانونو له یوه لوري دنده لري، چې د رشد، خلاقیت روزل، نوی والی او د وګړو له استعدادنو او وړتیاوو څخه سمه او ښه ګټه اخیستل چې دا خپله د فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو پراختیاوو لپاره په ټولنه کې لار هواروي له بل خوا د ځان د بقا لپاره په سازمان کې د خلاقیت او نوي والي روزل او له هغه څخه ګټه اخیستل دي.

په ښوونیز چاپېریال کې د خلاقیت مخنیوی:

۱ـ د زده کوونکو نمرې د هغوی د ښه والي معیار ټاکل

دغه مسله په زده کوونکو کې د وړتیاوو د روزلو د مخنیوي له لویو ستونزو څخه څخه شمېرل کېږي. کله چې زده کوونکی حس کړي، یوازینی شی، چې ډېر ارزښت لري او په ارزونه ( ارزیابي) کې د ښه والي معیار ګڼل کېږي، هغه لوړې نمري دي او نور څه نشي کېدلی؛ نو په پایله ډېرې نمرې د هغه لپاره مهم هدف کېږي. په دغه خاطر هغه یواځې د ډېرو نمرو د لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوي او خلاقیت او نوی والی ورته معنا نلري.

۲ـ د تدریس سنتي مېتود یا معلم محوري

افراطي دودیز مېتود، چې هغه کې ښوونکی تر ډېره پورې په ټولګي کې محوري رول لوبوي. تر ډېره پورې په وینا او خبرو کولو باندې راګرځي. دا سبب کېږي چې زده کوونکی په تدریس او زده کړه کې یو فعال رول لپاره د ګډون لږ فرصت پیدا کړي. هغه زده کوونکي چې دغه ډول تحصیلي سیستم کې زده کړې کوي د وړتیاوو د روزلو لپاره فرصت نه پیدا کوي او په کراره ډول خپل خوځښت او مخته تګ له لاسه ورکوي.

۳ـ له خلاقو مېتودونو د ښوونکي ناخبري

په ډېرو مواردو کې له هغو مېتودونو سره چې زده کوونکی خلاق کېږي د ښوونکي نابلدتیا یو لوی مانع ګڼل کېږي. هغه ښوونکی، چې د خلاقیت له ارزښت، موانعو او د روزنې له مېتود سره بلد نه وي معلومه ده، چې نه یواځې چې د زده کوونکو د استعدادنو د روزنې لپاره په ټولګي کې اقدام وکړو، بلکې ممکن په شعوري توګه او د وخت په تېرېدلو د ټولګي درس په چاپیریال باندې بدل کړي.

۴ـ  د زده کوونکو د خلاقیتونو  روزنې لپاره د لازمو امکاناتو نشتون

که څه هم ډېر خلاق فعالیتونه د ځانګړو لګښتونو او امکاناتو ته اړتیا نلري، ولې په تدریسي روشونو کې بدلون راوستل هم په ښوونیز چاپیریال کې د اجرا وړ ده؛ مګر د دغو حداقل لازمو امکاناتو نشتون هم سبب کېږي، چې په ټولګي کې د خلاقیت د روزنې بهیر ټکنی او یا هم له ماتې سره مخ شي. دغه کمی په ډېرو مواردو کې د زده کوونکي پر علاقه او انګیزې باندې بد تاثیر کوي، چې ګډون ونکړي.

 

ژباړه: شاه محمد بشیر

تگ