قوس 14, 1401 17:49 Asia/Kabul
  • په کوچنیانو کې له کتاب لوستنې سره مینه ډېره کړئ!

د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې زعیمان او د مسائلو ښه حل کوونکي، وړ مسلکي اشخاص او لارښود جوړېدای شي.

معیاري زده کړې نه یواځې د زده کوونکو په ژوند کې د پرمختګ سبب کېږي بلکې د کورني او ټولنیز ژوند لپاره هم یو ضروري امر دی.  هر ماشوم د ابتدایه څخه تر ثانوي زده کړو پورې د وړیا معیاري زده کړو حق لري.

د (ماشوم روزنې موسسې) د یوې سروې له مخې، چې پر ماشومانو د تېرو کرونایي بندیزونو او سیاسي تغیراتو منفي تاثیراتو تر عنوان لاندې تر سره شوې وایي، چې د افغانستان ماشومان له نورماله زده کړییز حالت څخه ۲۰ کاله وروسته پاتې شول.

 سروې وړاندې لیکي، که څه هم د تېرو بندیزونو په سبب ټولو زده کوونکو صدمه لیدلې خو تر ټولو ډېره صدمه د لرو پرتو سیمو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو لیدلې.  د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ۶۰% نارینه او ۳۰% نه تر ۳۵% پورې ښځینه زده کوونکي زده کړو ته لاسرسی لري او په ټوله کې ۵% زده کوونکي ان لائن زده کړو څخه برخمن دي، چې دا ټول د اندېښنې وړ دي.

د دغه بحراني حالت د له منځه وړلو او ټولو ښاري او لېرو پرتو سیمو ته په برابر ډول زده کړییز خدمات وړاندې کولو لپاره یو ښه وړاندېز د مطالعې دودول دي.

دماشومانو د عمر لمړي کلونه خورا مهم دي، په دغه وخت کې د ماشوم د ژوند د نورو اړخونو سربېره د دوی عادتونه او مزاجونه هم روزل کېږي.

په کوچنیوالي کې، چې ماشوم ته څرنګه چاپېریال محیا وي نو په راتلونکي کې ترې هماغسې توقع کېدی شي. نو همدغه حساسیت ته په کتو باید ماشوم ته ښې زده کړییزې بوختتیاوې برابرې شي او دوی پرې بوخت وساتل شي.

کتاب د انسان بهترین دوست بللی شي. نو که په کوچنیوالي کې ماشوم له ښه دوست سره یوځای شي نو دغه دوستي به له ده سره تلپاتې او د ښه راتلونکي باعث شي. کله چې ماشوم ته په کوچنیوالي کې د کتابونو سره د اشنایي عادت روزنه ورکړل شي، نو هغه به په راتلونکي کې د مطالعې په طرف راغب او لېواله وي او ملګرتیا به ورسره تل ساتي.  داخبره کومه فرضیه نه بلکه تجربه ده، چې کومو مېندو خپلو بچیو ته د کتاب سره د مینې ساتلو روزنه ورکړې د هغوی د زده کړې او سویې کچه د نورو په نسبت ډېره لوړه ده.

 د مطالعې سره د لېواله ماشومان تخلیقي فکر لرونکي وي، د لټۍ پر حس یې د تجسس حس غالب وي، خواریکښ او د وخت پابند وي.

په پنځمه میاشت کې یو ماشوم د ناستې چل زده کوي. که لدې عمر څخه د کتاب پېژندنې روزنه یې پېل شي نو ښه نتیجه په لاس راتلی شي. کتاب سره د دلچسپۍ لرلو روحیه د ماشوم په مزاج بدلېږي. مطالعه یوازې بوختتیا نه ده، بلکې هغه څوک، چې مطالعې سره عادت ولري د هغه په نسبت دوچنده کم په دماغي ناروغیو اخته کېږي، چې د مطالعې سره علاقه ونه لري.

څېړنو داهم ښودلې هغه څوک، چې د مطالعې سره علاقه ولري او په باقاعده ډول کتاب ګوري دوی نه یواځې داچې هره ورځ نوي شیان زده کوي بلکه ددوی ذهني قوت د نورو په نسبت پیاوړی کېږي. کرسټل رسل، چې یو امریکایي مفکر او محقق دی په خپلې یوې تحقیقي مقالې کې لیکي، چې کتاب لوستل ستاسو ذهني فشار ختموي او تاسو ته د پرسکونه فېصلو صلاحیت درکوي.

ښه کتاب لوستل ستاسو د الفاظو په ذخیره او فکر کولو کې زیاتوالی راولي. دی وایي، چې افسانوي کتاب لوستل د نورو خلکو په روان باندې په پوېدلو کې مرسته کوي او تاسې کولی شئ په اسانۍ سره د مخاطب احساساتو او جذباتو کچه معلومه کړئ.

دورځې ۱۵ دقیقې مطالعه د ماشومانو د الفاظو په ذخیره کې د کال لسلکو څخه زیات الفاظ زیاتېږي.

هغه ماشومان، چې په حضوري شکل مطالعه کوي د نورو په نسبت یې د  IQ درجه ۶درجې زیاته وي.

د اساسي زده کړو نه حاصلوونکي ماشومانو کې د ښوونځي څخه د تېختې په نسبت د مطالعې سره د علاقې لرونکو ماشومانو درېچنده زیات دي.

د امریکا د تعلیم د قانون د یوې سروې له مخې مطالعه کوونکو ماشومانو کې د اعتماد، یادښت او مشرولۍ صلاحیتونه ډېر وي.

یو دوه وړاندېزونه!

کورنی کتابتون

کوچنی دې وي، خو کوښښ وکړئ، چې کور کې یوه کتابخانه ضرور ولرئ، پدې سره په کوچنیانو کې د مطالعې سره علاقه تأمنېږي. له څېړنو دا جوتېږي، چې په کور کې شته کتابونو او د ماشومانو د ټولو زده کړییزو قابلیتونو ترمنځ کلکه اړیکه وي.

والدین باید کتابونه ولولي

په ماشومانو کې د مطالعې ښه شوق پېداکولو غوره لاره داده، چې والدین په خپلو کورونو کې مطالعه وکړي. والدین باید په داسې ځای کې مطالعه وکړي، چې ماشومان ورته هم لاسرسی ولرلی شي. که ماشومان مو پدې پوه شول، چې مطالعه داسې یو عمل دی، چې لویان یې نه کوي نو ماشومان هم ترې کرار کرار لرېوالی غوره کوي.

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

تگ