قوس 14, 1401 17:36 Asia/Kabul
  • زده کوونکي ولې له ښوونځي تښتي؟

له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو تېښته یو له هغو عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي چې نن ورځ د افغاني ټولنې په ګډون ډېری هېوادونه او ټولنې ورسره مخ دي.

دلته ځينې لاملونه او حل لارې درته لیکو:

د ماشوم پر روح او روان باندې ګڼ شمېر لاملونه لکه کورنی چاپېریال، ښوونځی او ټولنه خپلې اغېزې لري. د یادو لاملونو څخه هر یو یې که د ماشوم لپاره خوندي نه وي، یعنې که په دغه محیطونو کې ماشوم هوساینې او آرامۍ ته ونه رسېږي، نو په نتیجه کې له ښوونځي څخه د نوموړي د تېښتې سبب کېدای شي. نو باید کورنۍ او دولت هڅه وکړي څو کورنی محیط، ښوونځی او ټولنه په داسې شکل چمتو او آماده کړي چې ماشوم وکولای شي هلته د آرامۍ احساس وکړي، او که چېرې ماشوم په دغه محیطونو کې د آرامۍ احساس وکړي، هم به کورنۍ مؤفقه وي، هم به دولت یو ښه او مؤفقه دولت واوسي.

نو:

هڅه وشي څو په زده کوونکو کې پرځان د باور روحیه پياوړې شي.

کوښښ وشي چې په خوندي او امنیتي ځایونو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ تأسیس شي.

زده کوونکو ته د هغوی د سویې مطابق کورنۍ دندې او درسي پروګرامونه وسپارل شي.

زده کوونکو ته باید ناوړه الفاظ او نامناسب نومونه ونه کارول شي.

ښوونکي او استادان باید د زده کوونکو د سویې سره سم خپلې تدریسي چارې پرمخ بوځي.

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي

تگ