قوس 14, 1401 17:32 Asia/Kabul
  • یوه لنډه کيسه ولولئ!

د (اولشانسکا) د سړک پای په واړه پارک کې هیڅوک نه ښکاري. په اوړي کې به مازدیګر له کاره وروسته دلته ډېر راتلم. هغه وخت به د دې پارک په یوه کونج کې چې د اوبو نل هم شته بېکوره کسان راغونډ وو.

 نور خلک چې له دوی سره مخامخ شي لار چپوي. دوی ته بل رنګ ګوري لکه نا اشنا، لکه پردی، لکه کډوال!!!

دوی بیا کله ناکله ماته ښکته پورته ځير شي، فکر به کوي چې دی لا له کوم وطنه راغلی؟ په پراګ کې تورې سترګي تور ویښته؛ که به کیسه دا وي چې له ځانونو سره به وايي د ده ولې موږ بد نه ایسو؟

په دوی کې یوه نجلۍ ده زېړ ویښته، په خیرن مخ کې یې شنې سترګې ماته داسې ښکارې لکه یو وخت چې په شهر نو کې د شنو سترګو یوه سوالګره ګرځېده.

د اوړي په وروستیو کې یوه ورځ د همدې نجلۍ ملګري کمیس وایست. پر مټ یې ایستلی سره تللی شین ټټو وموښه راوموښه، دې نجلۍ ته یې ونیو، هغې لاس پرې تېر کړ. ده بغارې کړې، ملګرې یې سر د ده پرټتر کیښود، ده چېغي کړې:

« د ټټو رنګ تللی»

هغې یې ملا وموښله، ده کمیس له مځکې وویشت. نجلۍ کمیس ورپورته کړ، ورته ویې نیوه چې وایې غوندي،  ده پورې وهله د هغې سر له نل سره کلک ولګېد، اوږده وغځیده. دی ورټیټ شو په غېږ کې یې ونیوله، د هغې مزغی شاته بېسده کوږ شو.

ما بیک اوږې ته کړ چې کډوال سړیه په جنجال وانه وړي. لکه چې کوم لاروي پولیسو ته زنګ وهلی و. زه لا د سړک سرې اشارې ته ولاړ وم چې د پولیسو موټر راښکاره شو. چې له سړکه پورې وتلم د امبولانس هارنونه شول.

 له هغې ورځې وروسته دلته نه وم راغلی. نن هوا یخه ده، سړه سیلۍ ده. په اوړي کې به دلته د بېکورو شور و. د اوبو پر نل مې ګوتې تیرې کړې. له نله بهیدلي اوبه کنګل شوې دي:

« هاغه  نجلۍ به ښه شوې وي؟»

د ونې زیړه پاڼه پرمځکه پرته وه، ورټیټ شوم، یخ وهلې، کنګل شوې پاڼه نیمه لاس ته راغله. لکه د ژمي د شمال یوه څپه چې د لغړو ونې ترمنځ پورې وځي او له پارکه وځي، زه هم ووتم.

تگ