قوس 14, 1401 17:26 Asia/Kabul
  • ادبي طنزونه (د اختر ورځ او فیلمرغان)

په دواړو لاسونو کې يي دوه دوه فیلمرغان را اخیستي وو. مزی او چاغ صورت يي د فیلمرغانو د دروندوالي له کبله خولې شوی و. له کړاو سره سره يي مزل ته دوام ورکاوه.

هغه چې مې په داسې حال کې ولیده نو مې ورته وویل:

ـ انشاء الله چې خیر خو به وي، لکه چې غواړي د اختر په شپه څلورفیلمرغان تر تیغ تیر کړي؟

ـ کیسه دغسې نه ده. سبا او بله ورځ زموږ کورته راشه چې ټوله کیسه درته وکړمه . له دې وروسته له ما لاړ او د بندر په لور وخوځېدو تر څو په کښتۍ کې سپور شي. ما وخت پیدا نه کړ چې د دوئ کورته لاړ شم کابو لس پنځلس ورځي به له اخترڅخه تیرې شوې وي چې دی زما کورته راغی. له ده پرته مې نور میلمانه هم لرل او په ټاکنوکې د ګوندونو په بریا او نه بریا مو خبرې کولې. زما مزی ملګری چې همدا شیبه را رسېدلی و. وویل: – اجازه راکړئ هغه څه چې څو ورځي وړاندې را باندې تېر شول درته ووایم. څو تاسو د دې کیسې په اوریدلو سره وپوهیږئ چې کوم ګوند به ټاکنې وګټي. بیا يي خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ.

ـ دا چې زما جرم سیاسي جرم هم نه و. خوزه يي سیاسي ځیل ته یوړم.  هالته ټول نارینه بندیان سیاسي او یو مهال د مشهورو ګوندونو مشران هم ول. خو دوئ  په خپلو کې د بیلا بیلو سیاسي مسائلو په سر اوپه اړوندواختلافونو باندې نه جوړیدل. دوی به له بندي خانې څخه د باندې ځانونو ته غذا را غوښته خو ما به بیا د بنديخانې ډوډۍ خوړله. دا چې زه مزی ومه دوی به انګېرله چې زه هم د دوی غړی یم. آن چې څو تنو خو په خپلو کې شرطونه هم تړلي ول چې زه له دوی سره غړیتوب لرمه. او څو نورو بیا باورکاوه چې زه له دوی سره یمه.

یوه ورځ مې د بندیخاني په انګړ کې په خپلو غوږونو واورېدل چې له دوی نه یوه يي چې زه ولیدمه نورو ته وروښودم او ويي ویل: راځئ چې شرط وتړو چې دی د هغوی دی. وګوره ته يي ښه په ځیرڅټ، د غوږونو شا او را وتلي خیټه وګوره، وګوره وګوره!… له هغوی سره  توپیرنه لري؟ دوی ډېرکنجوسه اوسخت خلک دي. ګوره له ډېرې سختۍ آن چې تشناب ته هم نه ځي او په اخیرکې بیا داسې چاغیږي. ما په دې لانجمنو شیبو کې ورته څه نه شوای ویلای – چې ښاغلو! له ما لاس واخلئ. په خدای او رسول قسم که زه له هغوئ سره یمه. دا چې زه به له خپلوانو سره د لیدو کتو اوخبرو په ورځ له دوی سره لیدل کیدمه، نو هغوئ به انګېرله چې له هغوی سره یمه. زما دا کار دومره اوږد شو چې اوس به  مې دوی له خپلوانو سره هم سلام علیک کاوه. کله چې له بندیخاني را ووتمه کار مې نه درلود او بیکارئ هم زما په اعصابو باندې زور راوست، تر تاسو دې غوره نه وي یوه دوست او اشنا مې چې په څارنوالي کې کار کوي ولیدمه او رانه يي وپوښتل:

ـ ګوره وخت لري چې را سره مرسته وکړي؟

ـ هو ولي نه په ډېر ویاړ سره خو به درسره مرسته وکړمه.

له دې وروسته مو په دې موافقه وکړه جې زه به د یوه ولایت یوې څارنوالي ته ځمه او هالته به د موکلینو دوسیو د پیدا کولو ترڅنګ د هغوی دوه شمېرې هم را سره لیکم او ده ته به يي راوړم. هغه د موټرله کرايي سره پنځه لېرې نورې هم راکړي. زه هم په سبا هماغه ولایت ته روان شوم. لومړی خو مې فکر کاوه چې کار به مې تریوه ساعت ډیر ونه ځنډیږي. وروسته له هغه به اسوده بېرته استانبول ته را وګرځم. کله چې زه په موټر کې کښېناستم یو سړی را ته را نژدې شو ځان يي ټیټ اوپاس کاوه بیا يي په ډېر ادب سره زما لاسونه راښکل کړل. ما په ډېرې سختۍ سره ترې لاسونه را کش کړل. دی مې شا ته کړ بیا مې ورته وویل: در جار مې کړي ما مه شرموه.

ـ هیله کومه دا خو زما دنده ده. ښا نو انشاءالله چې روغ خو به یاست؟

ـ ډیره مننه تاسو څنګه یاست؟

ـ د جنابعالي تر سیوري لاندې ژوند کومه. هغه له ما سره دومره په ادب چلند کاوه چې زه وشرمېدمه څو ورته ووایم: ( بخښنه غواړم حضرت عالي مې و نه پیژانده) دا هم باید ووایم چې تر پام مې ډېر ناپیژاندی هم نه راته، خو په ځای مې نه شوای راوړای.

ـ الحمدلله چې را خوشې شوې، څو ورځي به جنابعالي رخصت وي؟

په دغه وخت کې مې نو کابو وپيژاند، دی څو ځلې د هغوئ له کسانو سره د ګوندې ملګرو لیدو کتو ته راغلی و. ما هالته لیدلی و.  ده داسې انګېرله چې زه هم د دوی یعني د ګوند له مشرانو څخه یمه  نوځکه يي ماته دومره درناوی کاوه. ما هم ځان ناګوله واچاوه او له ځانه سره مې وویل: – پریږده هرڅرنګه چې يي زړه غواړي زما په اړه دي فکر وکړي. خو په دې هم ډاډه وم که چېرته وپوهېده چې زه په څه خبره بندی شوی وم ښايي له خپل سلام علیک کولو نه به پښیمانه شي. دا چې زموږ د ټکټونو شمېرو یو څه فرق درلود نو دی راسره څنګ په څنګ کښې نه ناست بلکې دوه چوکۍ مو ترمنځ وي. موږلا  حرکت نه و کړی چې د موټر په منځ کې شوربګت او ځوږ جوړ شو. زه وپوهېدمه چې دوی په خپلو کې زما په اړه  خبرې کوي. هغه سړي زه ټولو ته ورپېژندلی ومه. مسافرو په خپلو کې داسې خبرې سره کولي:

– لکه چې اوس اوس له بنديخاني را خوشی شوی دی؟

ـ هو په دې څو وروستیو ورځو کې را خوشی شوی.

ـ مخکې له دې چې بندي شي څه دنده يي لرله؟

ـ د یوې مهمې ادارې عمومي مدیر و.

ـ باور وکړئ عمومي مدیر دی. لکه دی داسې بل څوک لا تر اوسه پورې بلې مور نه دی زېږولی.

ـ وګورئ څومره پاک او معصوم دی. په مخ کې يي د خدای ج نور لیدل کیږی.

خو زما په څیره کې نور نه لیدل کیده. دا بدمرغه خولې وي چې له ما تویېدي اوبهېدې.

ـ ما دی په لومړي وار لیدو سره وپېژانده.ـ ما نوی وپېژاند. رښتیا! ده هغه کارونه کړي و؟ـ سله په سلو کې کنه نو بیا يي نه بندي کاوه.

ـ واه … واه… واه …

ـ هغه خدمتونه چې ده کړي دي هیڅکله به هم تکرار نه شي. ـ هغه زموږ د ګوند له بنسټګرو څخه دی. ـ د ایالت چارسمبالی دی؟ـ  چارسمبالي خو دی خو زموږد ګوند ځانګړی څارونکی او کنترولونکی هم دی!

ـ ورو ورو زړه  تنګی شوم. خو له لاسه مې څه پوره نه و؟دا چې ډېر ورڅخه په تنګ شوم څه وخت مې ځان د مجلې په لوستلوبوخت کړ. بیا مې پرته له دې چې دوئ ته وګورم څه وخت سر د موټر له ښيښې نه د باندې ویوست. هغوئ لا هم په خپلو کې خبرې کولي.

ـ ویل کیږي څه موده هم د سترې محکمې د جزا دیوان مستشار هم و!ـ هو دا سمه خبره ده څه با وقاره مستشار پاته شوی و.

بل وویل: ـ اوس مې ښه وپيژاند، څه موده د لويي څارنوالي سلا کار هم و.

ـ ما هم نوی وپیژانده، یوه موده زموږد ښار قوماندان و.

ـ هوکي راغلی و.ـ اوس مې ښه را په یاد شو. په تېره بیا هاغه اغېزناکه وینا يي زما له یاده نه ده وتلي.

ـ هو رښتیا وايي: ډېره خوندوره وینا ييې وکړه.ـ ټول يي وژړولو.هو هو ټولو ژړل.ـ زما لا دا هم په یاد دي چې بیا مو په اوږو واخیست.

ـ زما هم په یاد دي چې څنګه مو له میدانه بیا د ګوند تر دفتره پورې په خپلو اوږو یووړ.

که زما واک وای. په لومړي تم ځای کې چې موټر درېدلی وای. زه به ترې کښته شوی ومه او له دوی به یوې ګوښې ته تللی وم.  هغوئ لا هم زما په اړه خبرې کولي.

یوه وویل: – لکه چې څه موده وزیر هم و.ـ  البته کولای یې شي. ده غوندې سړي ته  نو وزارت هم دومره مهم نه دی.

بل بیا وویل: – واه … واه… لکه چې هغه په دې وروستیو کې له بنديحاني را خوشی شوی دی.

ـ هو هو تازه په تازه له بدیخاني را وتلی او زموږ ښار ته روان دی چې زموږ د ښارد ګوندي غړو روحیه یو څه غښتلي کړي. قدمونه يي زما په لېمود سترګوپه کسي کې به ځای ورکړم، هر وخت دې راشي…

په دغه وخت کې یوه مسافر راته سېګریټ ونیوه.ـ قدرمنه دا واخلۍ.

کله مې چې سیګریټ تر واخیست د اورلګیت په دریو خلو مې ایله ولګاوه.

بل راته وویل: ستاسو روغتیا څنګه ده؟

ـ مننه کوم.ـ خدای ج دې له دې لنډې نیونې وروسته درته روغتیا درکړي.ـ منندوی مو یم.د موټر له منځه بیا نارې سورې پورته شوي: تاسو اندیښنه مه کوئ موږ يي خدمت ته په سر او مال چمتو یوو. په دې مهال موټر چلوونکي ماته مخ راواړاه بیا يي وویل: ښاغلیه په نورو ځایونو کې هم زموږ ګوند لکه زموږ په ښارکې دومره پیاوړی او قوی دی؟

 تاسو په هغې شیبه کې زما حال د خپلو سترګو په وړاندې درته ودروئ. له لویه سره مې په هغې شېبه کې څه په یاد نه راتلل چې ورته يي ووایم. خو دومره مې وویل:ـ الحمدلله په ټولو ځایونو کې قوي دی.ـ ترڅو چې تاسو غوندې باشرفه لویان زموږ د ګوند په مشرانو کې وي هیڅکله به زموږ د ګوند لیکو کې کمزورتیا لاره و نه مومي. بیا موټرچلوونکي وویل:ـ درځارمې کړې، تاسو بی غمه اوسئ چې موږ لکه د غرونو په څېرستاسو تر شا ولاړ یوو. ما په زړه کې یا الله یا الله ویل، چې دا بس هرڅومره ژر خپل ځای ته ورسیږي او زه له دوی څخه وژغورل شم.

ـ وګورۍ! موږ به په ټاکنو کې بریالي شوو؟

ـ په دې کې خو شک نشته موږ هرومرو بریالي کیږو؟ـ سل په سله. کې بریالي کیږو.

د پوښتنو او ځوابونو په های هوی کې ښار ته را ورسېدو. کله چې له بس څخه را کوز شوم، ژر مې له مسافرو سره خدای پاماني وکړه د دې له پاره چې له دوی څخه خلاص شمه نود ګړندیو او توندو ګامونو په پورته کېدو له دوی نه جلا شوم. زه لومړی ځل همدې ښار ته تللی وم. د هغه ښار په اړه ډېر نه پوهېدمه له ځان سره مې فکر وکړ چې لومړی باید یوې قهوه خوني ته لاړ شم. ترڅو قهوه وڅښم بیا به د څارنوالی لوری راته معلوم کړم. چې په څارنوالي کې خپل کارونه پای ته ورسوم. بیا به د ښار په یوه هوټل کې خوراک وکړم. لا مې قهوه نه وه څیښلي چې ۶-۷ تنه مزي مزي سړي، قهوه خونې ته را دننه شول. هغوی په ټینګار سره هڅه کوله چې زما لاسونه را ښکل کړي خو ما اجازه نه ورکوله، په پای کې نژدې و. دا ۶-۷ تنه په کشولو کشولو کې زما لاس له اوږې څخه جلا کړي نو اړ شوم چې غاړه ورته کېږدم. هغوو کسانو هر یوه جلا جلا خپل ځانونه راته را وپېژندل.

ـ ستاسو نوکر د ښارستان د ګوند رئیس ستاسو چاکر د څارنې د پلاوی غړی.

دوئ ټول تر ما راتاو شول. چې په داسې کښېناستلو يي زه کلابند کړم. چاته مه وایاست، هغوی چې په لاره کې راسره ملګري ول کله چې ښار ته رسېدلي وو. بیا يي ټولو ته زما له راتګ نه خبر ورکړی و. که چېرته هغوی له دې کېسي خبر شوي وای چې زه په کومه پېښه کې بندي شوی وم. سل په سلو کې به يي له ښاره ایستلی وم. زه له همدې وېرېدمه هسي نه چې دوی مې وپېژني.

یوه يي وویل: ـ که مهرباني وکړئ او د ګوند دفتر ته را سره لاړشئ.

ـ نه شمه کولای ځکه دا ځل د سیاسي لیدنو له پاره ستاسو ښارته نه یم راغلی. غواړم لومړی څارنوالۍ ته لاړ شم…

ـ بیا هم له تا لاس نه اخلي؟ زموږ په ښار کې په تا باندې دعوه شوې؟

ـ نه نه دومره خبره هم نه ده. زه یوازې د دې له پاره راغلی یم چې د یوې دوسیي یوه شمېره را سره واخلم او… همدا چې دوی د څارنوالي او دوسيې په اړه خبرې واورېدې. لیوالتیا يې لا ډېره شوه. دوی داسې وانګېرله چې په راتلونکي کې به زما لپاره جنجالونه دلته جوړیږي، ځکه د دوی ښار ته راغلی یم. دومره خلک زما د لیدو لپاره راغلي ول چې د قهوه خوني د ننه اود باندې په انګړ کې د پښو ایښودو ځای نه و. که ووایم چې د سنتې د نوک ایښودو ځای هم نه و.

ـ هر کله راشي.ـ موږ په دې ویاړو چې ته راسره يي.ـ که موږه مخکې خبر شوی وای نو درته به مو رسمي مراسم جوړ کړي و. – تاسو ته موږه پړه یوو.ـ موږه دې تر تاصدقه شوو، د ښار خلک ستاسو انتظار باسي.

زه په دغه وخت کې له سختې وېرې او ډار سره مخامخ وم. له ځانه سره مې ویل: – کاشکې مې کوم اشنا را پیدا شي چې ما له دوی نه وژغوري.یوه په لوړ غږ وویل:

ـ قربان مو شمه مهرباني وکړئ د غرمې ډوډۍ  به له موږ سره خوري او ویاړمن کوي به مو…

پرته له دې چې زما ځواب واوري زه يي له لاسونو ونیولم او له قهوه خونې يي وویستم. کله مې چې د خپل واړه بکس په اړه وپوښتل دوئ راته وویل: قربان مو شمه هغه خو مو هوټل ته یووړ.

ـ زه خو نشم پاته کېدلای او اړ یم چې په هېواد کې د روانو کارونو د ترسره کولو له پاره باید ژر بېرته لاړ شمه.ـ په خدای سوګند که وشي. نن شپه خو به خامخا زموږ په ښار کې شپه کوي. زه يې په زور او کشولو کشولو د ښار یوه لوی هوټل ته بوتلمه. بیا نو له هرې خوا زموږ د ګوند د بریالیتوب په اړه پوښتنې پیل شوې. ما به داسې حال کې هڅه کوله چې څلوراړخیزه ځوابونه ورکړم. کله کله به مې په هوهو، آها، او مالګینې خندا سره مل د شونډو په سر ځواب ورکاوه. ډېر مې غوښتل ژر ځان ورڅخه خلاص کړم. کله چې له هوټل څخه را ووتم، د خلکو له یوه لوی بهیر سره مخ شوم. دوی یوه ګړۍ مخکې زما د لیدو له پاره په واټ کې ولاړ وو. دوی ټولو نارې وهلې، د ګوند دفتر ته به ځو. د ګوند دفتر ته به ځو.

ـ ګرانو هیوادوالو زه ستاسو ښار ته له دې امله راغلی یم چې له څارنوالي څخه را سره د یوې دوسيي شمېره واخلم، لاریونونه یوې خواته کړئ، هسې نه چې راته نوي جنجالونه جوړکړئ. خدای ته شکرونه کوم. چې هوښیار خلک ول، په یوه شېبه کې په بیړه بیړه تیت اوپرک شول. زه یکې یوازې څارنوالۍ ته ولاړم.

لکه څرنګه چې زما نوي ملګري راته ویلي و. د ۱۰ – ۱۵ دقیقو په موده کې مې د هغې دوسيې شمېره را واخیسته او له څارنوالي څخه را ووتم. بیا هماغه خلک او هماغه شوربګټ، چیغې او نارې، خلکو په داسې حال کې چې زه يي په اوږو وړمه شعارونه يي هم ورکول.

ـ ګرانو هیوادوالو اجازه راکړئ…

خو چا زما خبرو ته غوږ نیوه. دوی زه همداسې قهوه خونې ته ورسولم. د ښار له ګوندې مشره مې هیله وکړه چې خلک تیت او پرک کړي، تر څو زما د دوهم ځل نیولو سبب نه شي. د ګوند مشر خلک یوې اوبلې خواته ولیږل، له دې وروسته زه د دغه ښار د ګوند له څو مشرانو سره چې شمیر له ۱۰ بیا ۱۵ تنو پورې رسېده په قهوه خونه کې پاتې شوم. دلته مې نو په خبرو پیل وکړ. خبرې ټولې د ګوند د بریالیتوب په اړه وي. ناڅاپه مې له قهوه خونې  څخه دباندې دې فیلمرغانوپه یوه ډله سترګې ولګیدې. چې هغې او دغې خواته ګرځېدل. له ځانه سره مې وویل: که اوس مې ۵۰ لیرې په جیب کې وای نوفیلمرغان به مې د اخترد ورځي له پاره اخیستې وو. له خپلو اولادونو سره به مې ورباندې مزې کړي وې.

د ښار له ګوندي رئیس نه مې وپوښتل: ماشاء الله ستاسو د ښار فیلمرغان ډېر چاغ او غوټ غوټ دي؟ ایا دا خرڅوي؟ـ هو صاحب! دا د خرڅولو له پاره دي.ـ ارزانه دي؟ـ هو صاحب! زموږ په ښار کې ډېر ازرانه دي. ناڅاپه مې پام شو چې د فیلمرغانو اخیستل د ګوند د رهبر! له پاره ښه کار نه دی. دوی ډیر ټینګار وکړ چې یوه شپه يي په ښار کې تېره کړم خو ما ونه منله، په پای کې اړ شول چې زما بکس بیرته له هوټله راوړي. او راته رايي کړل. کله چې مې غوښتل بس ته پورته شم، ډېر خلک زما په لور را رهي شول. د ګوند ریس وویل: – صاحبه! د حرم سرای ادرس خو مو راکړئ چې بیا فیلمرغان درولېږم.

ـ نه داسې خو نه شي کېدی. ما همداسې پوښتنه وکړه. هیله کوم زحمت مه باسئ او ما مه شرموئ. کله چې په موټر کې کښیناسم په زړه کې مې ویل: چې اوس که موټر حرکت وکړي او زه له دوئ څخه خلاص شمه. په دې وخت کې د شهرستان د ګوند رییس زما غوږ کې راته وویل: – صاحبه د کور پته مو راکړئ چې زه څو مزې او چاغ چاغ فیلمرغان در ولیږم.

 

ـ نه کیږي، هیله کومه ما مه شرموئ. خو رښتیا خبره دا وه که چیرته مې د کور ادرس ورکړی وای نو بیا پوهیده چې زه څه کاره یمه، نو له دې امله مې د فیلمرغانو له اخیستو ډډه وکړ او دی هم  له دې نه منلوخوشاله  شول.

بیا يي په خبرو پیل وکړ:

ـ با شرفه سړی دی.بل وویل: – که میلیونونه هم ورته ورکړي دی به په کې رای و نه وهي.

ـ که يي غوښتلای اوس به يي میلیونونه روپۍ درلودې.

ـ سترګې يي مړي دي.

ـ په خپله ډېره شتمني لري، خو دا ټوله يي د ګوند له پاره لګولې ده.ـ بل وویل: – ژوندی دې وي.

ـ تل دي وي.له ځانه سره مې وویل: – ایا ما دوئ ته دروغ وویل او ومې غولول؟

نه ! ما خو دوئ له لویه سره څه نه دي ویلي، دوئ په خپله ځانونه غولوي.

کله چې موټر حرکت کاوه، یو سړی راغی او راته يي وویل: صاحبه! د موټرکلینرته مې څو فیلمرغان ورکړل چې تاسو ته يي درکړي. که مو خوښه وي نو تر حرم سرایه پورې به هم درسره یوسي.

ـ ولي مودا کار وکړ. زه مو شرمنده کړمه. که زه پوهېدای چې زما لاس ښورول به دومره شورماشور جوړوې نو مابه خپل لاس پرې کړی و.ـ ژوندی دې وي.ـ ګړندی دي وی، تل دي وي

کله چې استانبول ته را ورسیدم، چلوونکي څلور فیلمرغان راته وینول.

ـ که مو خوښه وي تر کوره به يي درسره یوسم. نه نه دومره زحمت مه کوئ .کله مې چې فیلمرغان له ځانه سره وړل، څو موټرچلوونکو اوزموږ د بس چلوونکي په خپلو کې سره ویل: ـ څومره خاکساره او کیمنه سړی دی.بل وویل:ـ ته وګوره خپل شخصي موټر هم لري خو دی په بس کې سفرونه کوي، ترڅو د خلکو په منځ اووسي.

تا چې زه هغه وخت ولیدم چې فیلمرغان مې په لاسونو کې ول او کورته مې وړل په هماغه شېبه له بس نه راکوز شوی وم. اوس نو تاسو ښه اټکل کولای شئ چې د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې به کوم ګوند بریالی شي!

لیکوال: عزیزنسین

ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی.

تگ