قوس 06, 1401 19:54 Asia/Kabul
  • د علماوو لپاره اوږده نومونه او لقبونه

علماوو لپاره لوی او اوږده نومونه او لقبونه کمال نه بلکی نقصان دی.

د علماوو لپاره لوی او اوږده نومونه او لقبونه کمال نه بلکی نقصان د.  د اوږدو نومونو او لقبونو زیانونه:

۱ ـ په ویلو کې یې وخت ضایع کيږي.

. ۲ ـ په لیکلو کی یې وخت ضایع کیږي، کاغذ او قلم په کې ضایع کيږي.

. ۳ـ په اورېدلو یې په انسان کی تکبر پیدا کیږي.

۴ـ په هغه صورت کې چې څوک پرې خوشاله اوسی په لوی نامه باندی تظاهر دتزکیې راځی کوم چی شرعا ممنوع دیې

. ۵ ـ د لوی نوم او لقب په اېښودلو کی ارومرو مبالغه کیږي .

۶ ـ دلوی لقب اېښودل داسی عمل دی چی صحابه وو، تابعینو، تبع تابعینو او مجتهدینو نه دی کړی، آن تردې چی نیږدې تېرو شویو مصنفینو نه دی کړی او د یو بل د تعارف لپاره یې هیڅ وخت لوی نوم ندی کارولی.

۷ ـ دلوی نوم اولقب په مروج کیدلو سره انسان ته یو قسم د شهرت طلبۍ عادت پیدا کیږي چی له مخې یې هروخت په لوی نوم باندې د ځان دمعرفي کولو غوښتنه کوي. که یې څوک په لوی نامه او لقب معرفی نه کړي خوا یې ورڅخه بدېږی.

. ۸ ـ د لوی نوم او لقب په مروج کېدلو سره د انسانانو ترمینځ پرلقبونو، نومونو، لفظونو او عنوانونو یوقسم منفی سیالي او رقابت پیدا کیږی چی ګټه یې تنها شیطان ته رسیږي او دهغه د خوشالۍ سبب کيږي.

 

تگ