قوس 06, 1401 19:50 Asia/Kabul
  • شفقت او مهرباني د ماشومانو په وړاندې!

زمونږ کړه وړه، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي. زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خالصو سترګو ویني او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړو په نقش قدم ځي. که مونږ ماشومان و نازوو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه ور وبخښو نو ماشوم ، دا دستور له زمونږ څخه زده کوي.

زمونږ کړه وړه، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي. زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خالصو سترګو ویني او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړو په نقش قدم ځي. که مونږ ماشومان و نازوو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه ور وبخښو نو ماشوم ، دا دستور له زمونږ څخه زده کوي او په راتلونکي کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي. ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي، د نزاکت فهمۍ نه نیولې تر د وینا ترتیب او آدابو پوری، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي. زمونږ ډېری حرکات دوی د نظر لاندې لري نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندې ډېر حساس اوسو.

مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي. مونږ باید زړه سوی ولرو، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي. مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي. که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني ،نو د هغوی کړه وړه له یاده نه وباسي او د هغوی په لارو روانیږي. د ماشومانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیرې ښې خاطرې پاتي شي. څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو، په هماغه اندازه د دوی په روحیه مثبت اغیز کوي. مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړې څخه ډک ښکاره شو، هغومره چې مونږ درانه د خپلو ماشومانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي.

ماشومان په لویانو کې ډېر لوی عظمت ویني. د مشرانو مهرباني هم ، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي . زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډېره د ماشومانو په ذهن کې پاتې کیږي او د ماشومانو پر ذهن مثبت اثرغورځوي.

نو په کشرانو مهربان اوسئ او په ډېرو سختو حالاتو کې خپله مهرباني او شفقت له لاسه مه ورکوئ.

 

تگ