قوس 06, 1401 19:35 Asia/Kabul
  • په ټولنه کې د ځوانانو مسووليتونه

هر چېرته، په هره غونډه او هر کلي کور کې دا یوه خبره شته چې ځوانان د ټولنې د ملاتېر دی.

په ټولنه کې د ځوانانو مسووليتونه

 ځوانان دي چې یوې ټولنې ته بدلون ورکوي او ځوانان دي چې د هر چا سترګې ورته ور اوړي .دا چې ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر دی او د هر چا سترګې ددوی په لوري اوړي نو ځوانان باید خپل مسووليت و پېژني او په ښه ډول یې تر سره کړي.

راځئ هسې خوشې په خبرو تېر نه وځو چې موږ ځوانان یو او نور هېڅ کار مو نه وي کړی. هسې د خلکو او ټولنې سترګو ته به اېرې نه ور شيندو. دا ټولنه کار او سمونه غواړي او ځوانې انرژۍ ته اړتیا لري. په سر کې اړینه بولم، چې ځوانان له خپل کور څخه کار پيل کړي. او ټولو وروڼو، خويندو، د کاکا زامنو او د کلي ماشومانو ته د پوهنې په اړه یو ښه ذهنيت ور کړي تر څو ټول د پوهې له برکت او خوند برخمن او پوره پوه شي چې علم ښه شی دی.

همدرانګه ځوانان باید د یوه ښه ذهنیت تر څنګ د تعليم زمينه ټولنې ته برابره کړي. ټولنه په دې مانا چې په ټوله کې خپل کلي، کور او و ګړو ته د تعليم زمينه برابره کړي.  په مسجدونو او ځينې خلک د خپل کور له مخې سره کوټې لري تر څو د کلي ماشومانو ته پکې زده کړه ور کړي. نو پر همدې اساس به په ټولنه کې د ځوانانو لږ څه محبوبیت هم زیات شي او هم به یې ټولنې ته خیر رسېدلی وي. د ښه ذهينت او تعليم تر څنګ نورې داسې خبرې  هم شته چې دا کار باید ځوانان و کړي تر څو ټولنه نيکمرغه شي. هغه داسې چې ځينې کسان دي چې د ماشومانو فکرونه تخريبوي او نا چله کارونه ته یې سوق کوي. دا ښه خبره ده چې دا دروند بار هم ځوانان په غاړه واخلي او دداسې کسانو مخه ونیسي تر څو ټولنه د بدبختۍ څخه د خلاصون په لوري یون و کړي.

 

تگ