.ګودر د پښتني کلتورپه زړه پورې نوم دی
ګودر د کلیوالي ژوند یو سبمول دی چې د کلیو پیغلې نجونې ګودر ته ورځي. په منګیو کې اوبه ځيني وړي، هلته ناستې، مجلسونه، د حال احوال پوښتنې هم سره کوي.
زموږ په فوکلوریک ادب کي د ګودر کلمه ډېره یادېږي. ورسره تر څنګ په پښتو شاعرۍ کي د شاعرانو د شعر جوړلو له مهمو توکو څخه یو هم ګودر دی. ګودر زموږ د هغو دودونو څخه یو دود دی چې پېغلې په کلي کې د اوبو راوتلو یو خاص ځای (چینې) ته ورځي او پخپلو منګیو کې اوبه راوړي خو په اصل کي د ګودر، د ګودر په یادولو سره د دوو مینو ملاقاتونه او زموږ د فوکلوریکو کیسو لوی راز را په زړه کوي. هره سیمه او هر قوم ځان ته دودونه لري. پښتانه هم د نړۍ د نورو قومونو په څېرداسي دودونه لري چي د هغو بېلګه په نورو قومونو کي کمه ده. که څه هم ګودر زموږ د کلیوالي سیمو دود دی خو د پخوا په پرتله دا دود اوس په ځینو سیمو کې له منځه تللی دی. زه اوس بیا غواړم چي خپلي اولنۍ خبرې ته راشم چي ګودر څومره د پښتو ادب په بډاینه کې مهم او اساسي رول لري. د ګودر د نامه سره د پیغلو کیسې، د منګي یادونه، د مازدیګر جنتي شېبې، د مینو د دیدن وختونه هغه څه دي چي د پښتو شاعرۍ لویه برخه له همدغو ټکو څخه جوړه شوې ده. اوس په دې ځای کي غواړم څو هغه لنډۍ چي د ګودر، منګي، پیغلو، د مینو د دیدن یادونه پکښې شوې راوړم:
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ما ویل په تورو اوبو اور ولګېدنه
–
مستې منګى بر وړى دی
زړه مې دلبر وړى دی
عالمه لار نیسئ ډیر یې په هنر وړى دی
--
مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه یې ګلې
چې له اشنا سره دې مات کړه په ګودر منګي