قوس 06, 1401 19:10 Asia/Kabul
  • قوم پرست او قومپال – ټولنپال څه ته وايي؟

قوم پرست، قوم پال، ټولنپال او نشنلیزم څه ته وايي؟ پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش یاعبادت ده ،لکه اتش پرست ، خداپرست یعنې: د اورعبادت او د خداى عبادت.

 . اوس راځو قوم پرست ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده. ستونزه داده چې پر دې سيمه هند، افغانستان فارس له اړتيا پرته واکمني کړى، خوکوم خلک چې داکلمه یا قوم پرست کاروي ترې دا معنا نه اخلي. دوي دا  پرست د پال پر معنا کاروي لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد پرست معنا هېواد پال ، وطن پرست معنا وطن پال. په عربي ژبه کې د (رب) معنا ده ، پالونکى. عربي ژبپوهان وايي چې (رب( دوې معناوې دي. يوې حقيقي او بله يې مجازي

د رب حقيقي معنا: رب يعنې حقيقي پالونکي الله تعاىل دى چې ټولو مخلوقاتو او کايناتو حقيقي پالونکي دى. دوه يم رب مجازي پالونکى: هغه د ماشوم مور پلار، د يتيم بل ساتونکی او پالونکی.  قوم پرست ته په انګلیسۍ کې نیشنلیست، يا ناسونالیست وايي په پښتو کې ورته قومپال ،ټولنپال وايي. مانا يې د خپل قوم ، يا ملت د حق د ترلاسه کېدا مبارزه ده. ايزم داړخ يا پلوۍ معنا لري، نيشنليزم معنا قوم پلوه ، نه قوم عبادته. قوم پرست ته قوم د عبادت معنا ورکول دا گناه د فارسي ژبې ده نه د پښتو يا بلې ژبې. يوه بله خبره چې ژبه يواځې د پوهولو او پوهاوي وسيله ده او بس. دا خبره دې سمه ده منم يې خو انګلیسي ژبه ، فرانسوي ژبه او نورې. خو پښتو ژبه له دې سره سره چې د پوهاوي راپوهاوي ژبه ده ، نورې ډېرې ځانگړتياوې هم لري معنا پښتو يوازې د پوهولو او پوهاوي وسيله نه ده بلکې يوځانگړى قانون هم لري. که يو ناسم کار دى وکړ درته ويل کيږي ډېر بې پښتو کار دى وکړ. خو دا درته نه ويل کيږي چې دپښتو له ژبې پرته دې دا کار وکړ.

پاتې شوه دا خبره

نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: َليَس ِمّنَاَمن َدعَا ِايل َعَصِب َّيًةَوَلس َ ِمّنَاَمن مَاَت َعيل َعَصَبَّيِة ابوداود. ژباړه: هغه څوک له َمن قَاَتَل َعَصِب مونږ څخه ندي چې خلک قوميت قبیله، ژبه، سمت، رنګ... ته رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په دغه منظور جګړه کوي او هغه څوک له مونږ څخه ندي چې په همدې مفکوره مړ شي. دا حديث سم دى خبره پرې نه کيږي، خو ځينې خلک پرې نه پوهيږي.

که چېرته ستا قوم د يوبل قوم سره جگړه ،اختلاف يا د حق غوښتنې پر سر لالنجه شي او ته ښه پوهيږي دا زما قوم سل پر سلو کې پر ناحقه دى او بيا هم د خپل قوم پلوي کوي ، ورته جگړه کوې دا کار ناروا دى. د خپل قوم داسې حق چې ته پرې پوهيږي چې سل پر سلو کې زما قوم پر حقه دى نو دې ته تعصب نه وايي دا د خپل حق غوښتنه ده او دا الزمي او واجب ده.

 

تگ