قوس 03, 1401 18:36 Asia/Kabul
  • تمساخ ( کروکوډ یل ) اوبیزو  ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

وايي چي په یوه ونه کې چې د یوه سیند په غاړه ولاړه وه، یوه بیزو په خوشالۍ ژوند کاوه. ونې به خوندورې میوې نیولې او بیزو به دا میوي په ډیره مینه خوړلې

تمساخ ( کروکوډ یل ) اوبیزو

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

وايي چي په یوه ونه کې چې د یوه سیند په غاړه ولاړه وه، یوه بیزو په خوشالۍ ژوند کاوه. ونې به خوندورې میوې نیولې او بیزو به دا میوي په ډیره مینه خوړلې. په سیند کې یو تمساخ ( کروکوډ یل ) د خپلې میرمنې سره اوسیده. تمساخ یوه ورځ دسیند له اوبو را ووت اوپه مهربانۍ يې دبیزوسره ستړي مشي وکړه او ورته ويې ویل چې:« ښالی بیزو سلام.» بیزو هم یو مهربانه ژوی واو په حیرانتیا يې ځواب ورکړ چې:« سلام، ښاغلی تمساخ! په دې ښکلي سهار چرته روان یاست؟» تمساخ له د وه ورځو را په دې خوا څه نه و خوړلي، ځکه چې په سیند کې مایان نشته وو او ويې ویل چې:« ما سهارنی نه دی کړی او وږی یم. ایا ته پوهیږې چې چرته به یو څه خواړه نر لاسه کړم؟» بیزو سخي او د ښه نیت خاوند و، دخپلې ونې يې یو څه تازه میوه ورکړه چي ويي خوري.

کروکوډ یل له سره میوه نه خوريو خودا تمساخ ډیر وږی و اودا میوه ډیره خوندوره وه، نوځکه يې ټوله وخوړه. د دې خوندورې میوې سره د بیزو او تمساخ ترمنخ خوندوره ملګرتیا پیل شوه. په لمر او هم په باران کې يې هره ورځ سره لیدل، بحثونه يې کول او د مځکې او اسمان په هکله سره ږغیدل. دا یوه بې سارې اوډ یره ټینګه ملګرتیل وه.

په دي وخت کې د تمساخ میرمن په سند کې نور مایان نه میندل، نوځکه يې دخوړو له پاره څه نه لرل، لوږې واخیسته او میړه ته يې و ویل چې:« زه غواړم چې دا بیزو وخورم، ځکه نور دلوږې زور نه لرم.» میړه يې د مايي په شان غلی پاتې شو او دځان سره يې و ویل چې:« څنګه به دخپل ملګري سره خیانت وکړم؟» دی حیران او پریشان و، ځکه میرمنې يې له سره بل څه په هکله فکر نه شو کولی، هغه ناروغه وه او ارو مرو يې غوښتل چې د بیزو زړه وخوري. په تمساخ خپله میرمن ډیره ګرانه وه، په ده بیزو هم ډیر کران و. هیڅ نه پوهیده چې څه وکړي.

په پای کې تمساخ خپل ملګري، بیزو، ته ورغی او ورته ويې ویل چې:« نن زما میرمنې ستا له پاره یو څه پاخه کړي دي، ماته يې و ویل چې له ځان سره يې کور ته راوله.»  بیزو د دې خبرې په اوریدو حیران اوهم ډیر خوښ شو . ناڅاپه يې له ونې ټوپ وهل او د تمساخ په ملا کیناست. کله چې تمساخ دسیند منځ ته ورسید، خپل ملګري ته يې و ویل چې:« په دې ډ یر خواشینه یم چې زما میر من تا وژني، دا غواړي چې ستا زړه وخوري.» بیزو ډ یر هوښیار و. بیدرنګه يې ورته و ویل چې:« دا دې ولې پخوا راته ونه ویل؟ پوهیږې چې ما خپل زړه په ونه کې پرې ایښی دی. اوس مې باید خپلې ونې ته بیرته یوسې، ترڅو چې زړه مې له ځان سره راوړم.» احمق تمساخ نه پوهیده چې ملګری يې ډ یر هوښیار دی. دی بیرته دونې په لور په لامبوشو. کله چي ونې ته ورسیدل، بیزو ناڅاپه ونې ته ټوپ واچاوه او تمساخ ته يې و ویل چې:« اي احمقه تمساخه، دا څنګه کیدای شي چې زمازړه دې په ونه کې وي. نور په تا باور نه کوم. زه دې وغولولم اوزړه دې رامات کړ. نور نه غواړم چې دخپلې ونې خوږې میوې درکړم. ورځه ورک شه او بیا هیڅکله دلته را نه شې!» احمق تمساخ هرڅه له لاسه ورکړل