قوس 03, 1401 12:49 Asia/Kabul
  • لنډه کیسه:  پادشاه او هوښیار وزیر

دا چې د الله ج حکمت په څه کې دی، دا یوازې الله ج ته معلومه ده خو انسان باید تل د الله ج شکر وکاږي.

                               

یو پادشاه سهواً په چاړه خپله ګوټه پرې کړه. شپه یې په ډېر زحمت تېره کړه. کله چې سهار شو وزیر یې راغی او تېره شوې کيسه یې ورته وکړه. وزیر وویل چې په دغه کې د خدای تعالی حکمت دی. پادشاه په دغه خبره غصه شو او وزیر یې زندان ته ولېږلو. وزیر وویل: په دې کې هم د خدای تعالی حکمت دی. د قضا او قدر د لوبو نه یو څو ورځې وروسته پادشاه د خپلو درباریانو سره یو ځنګل ته د ښکار له پاره ووت. وروسته د یو څه ښکار څخه پادشاه د خپلو درباریانو څخه لېری پاتې شو او ځان یې د ځنګلیانو په یوه قبیله کې یواځي ولید. ځنګلیانو پادشاه ونیوه او په ونې پورې یې وتړه. د ځنګلیانو دا رسم او رواج و چې هر کال به یې په همدې ورځ یو سالم انسان د همدې ورځي په ویاړ قرباني کاوه. خو د پادشاه ګوتې ته په لیدو سره يې پادشاه خلاص او رخصت کړ. پادشاه چې د دې ګوتې د غوڅېدو په خاطر له مرګه خلاص شوی و، ډېر خوشحاله شو او شکرونه یې پر ځای کړه او د وزیر د حکمت نه ډکې دې خبری ته متوجه شو، چې هغه ویلي وو، په دې کې د خدای تعالی حکمت دی. پادشاه دربار ته له رسېدو سره، وزیر له زندانه خلاص کړ او خپل حضور ته یې راوغوښت او عذريې ځينې وغوښت. مخکې له دې چې وزیر رخصت شي نو پادشاه ترې پوښتنه وکړه. په دې کې څه حکمت وو چې ته زندان ته لاړې ؟ وزیر وویل : د دې حکمت دا و، چې زه به تل ستا په رکاب کې وم. که په دې ورځ زه درسره وای نو زه خو روغ او سلامت وم نو خامخا د دې قبیلي د لرغونې دستور په اساس زه وژل کېدم. دا د خدای تعالی حکمت دی چې مونږ دواړو ته یې وښوده.

 

 

تگ