قوس 03, 1401 12:47 Asia/Kabul
  • لنډه کیسه: د غله له پنده ډکه خبره او نصیحت

ماشومانو لپاره لنډه کیسه چې د علم په رښتیني ارزښت يې پوهوي او ورته متوجه کيږي.  

لنډه کیسه

د غله له پنده ډکه خبره او نصیحت

وایي چې ابو حامد بن احمد غزالی چې هر څه به یې په فکر کې راغلل، هغه به یې په دفترونو کې د یادښت په شکل ولیکل، یوه وخت د یو کاروان سره یو ځای په سفر کې و او خپلې لیکنې او یادښتونه یې ټول په یوه غوټه کې له ځانه سره اخیستي وو. کاروان په لاره کې د غلو سره مخ شو. غلو ټول کاروان لوټ کړ، خو غزالي غلو ته مخ واړاوه او په عذر او زارۍ یې دوی ته وویل:  دغه غوټه له ما نه مه اخلئ، نور چې هر څه ستاسې په کار وي رانه یې واخلئ. د غلو شک نور هم په دې خبره زیات شو، چې په دې غوټه کې به څه وي، نو غوټه یې خلاصه کړه ،او بغیر د امام د لیکنو نه یې بل څه په کې پیدا نه کړل نو یوه غله ترې وپوښتل : چې دا څه دي ؟ امام ورته وویل : دا زما علم او تجربی دي ،دا رانه مه وړئ؟

غله وویل : هغه علم چې غل یې سړي نه یوسي نو داسي علم به د انسان څه په کار شي. امام وایي: دغې خبرې پرما ډېر لوی اثر وکړ او ماته یې د خودۍ ټکان راکړ او تر دې می لوی انتباهی درس نه کله اخیستی و، اونه مې داسې پند او نصیحت کله اوریدلی و. وروسته د هغې په دې تکل کې شوم ، چې علم ساتنه په خپل روح او د ځان په دفتر کې ثبت کړم.

هوکی : لوی دفترد علم او معرفت د ثبت له پاره د انسان د سینې صندوق دی. ښايي پوهنې او علم ته په خپل ځان او دماغ کې ځای ورکړو او د معارف او علومو کرنه هم باید د زړه په کروندې کې وکړو ،تر څو د هر رنګه ناخوالو او مصیبتونو نه لیرې او په امان کې وي او واقعي دارایي د انسان هم همدا ده. دا و یو لوی پند او نصیحت چې ما د یو غله څخه واخیست.

تگ