قوس 03, 1401 12:44 Asia/Kabul
  • دلته یوه لنډه کیسه ولولئ!

د لنډو کیسو لوستل نه یواځې ځوانانو او لویانو له پاره بلکې کوچنیانو ته هم لويې ګټې لري. دلته د يوه سرتیري د ژوند یوه خاطره لوستلای شئ.

 

انسانیت ته د یو سرتیري خدمت

یوه واقعي کيسه چې د انسانیت لوی درس په کې پروت دی.

وایي چې د ختیځ آلمان یو سرتیري د اغزن سیم یوه برخه د یو ماشوم له پاره چې د خپلي کورنۍ څخه پاتي و، وشلوله او هغه یې خپلې کورنۍ ته خوشې کړ. دغه سرتېری د دومره انسانی کار سره سره وطن ته د خیانت په جرم غرغره شو . دغه متن د ده د خاطراتو له کتابچې څخه، د ده له مرګه وروسته د ده له کور څخه لاس ته راغلې چې یې لیکلي وو:

کله کله انسان جوړېدل ، یا انساني اوسېدل هم لویه ګناه او جرم دی، زه اوس په دې پوهیږم چې د یو بې ګناه او معصوم ماشوم چې د جنګ او جګړې قرباني شوی، هغه ته د خدمت په جرم سبا سهار د لمر خاته د مخه ما د خدای تعالی حضور ته لیږي او ما خدای تعالی ته سپاري خو زه په دې پوهېږم چې انسانیت هیڅ کله نه مري خو په دې پوه شئ چې کله کله انسانیت لویه ګناه ده. د دغه سرتېري مجسمه د دنیا په اویا ملکونو کې جوړه شوې او ۳۱۷ کوڅې په دنیا کې د ده په ویاړ نومول شوي او هغه ماشوم هم د ده د مرګه وروسته  په آلمان کې د یوې لویې خیریه موسسې بنسټ ایښودونکی شو چې د هغه سرتیري نیت او لرلید عالم بشریت ته د خدمت په لاره کې ثابتوي.

تگ