قوس 03, 1401 12:37 Asia/Kabul
  • ملي شاعرملنګ جان

د پښتونستان شاعر /ملي شاعر ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال د ننګرهار د بهسودو په چميار كلي كې وزېږېد٠ پلار يي ملك عبدالشكور نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم دناوړو دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

پلار يي ملك عبدالشكور نومېده٠چي په درې كلنۍ كې ترې يتيم پاتې شو او پوله پټی يې هم د ناوړو دودونواو تربګنيو له کبله له لاسه ورکړل. اصلي نوم يې محمدآمين و، وروسته آمين جان اوپه پایکې هم ملنګ جان شو.

په ۱۵كلنۍ كې يې دخوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامې ولسوالې داربنګ کلي ته كډه وکړه اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه او د ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بېرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠ بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله. بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠ لومړۍ ترانه يې په اتحاد مشرقي ننګرهارکې وه، دا هغه مهال و چې شعرونه اونغمې ېې نورې دسندرغاړو خولو ته رسېدلې وې اود پوره نوم خاوند شوی و.

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خوا وبامل شواوپر١٣٢٩ کال ورته د سردارشاه محمود د صدرعظم له خوا د کال شپږسوه افغانۍ معاش و ټاکل شو٠ پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل راديو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠ ده اوڅلور تنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړهچي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک لوست لپاره يو ښونکی و ګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه اود ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

تگ