عقرب 29, 1401 13:54 Asia/Kabul
  • د (ورېښمو لار) په اړه له دغه معلوماتو خبر یاست؟

ویل کيږي هغه لار چې افغانان او نړیوال یې د ورېښمو لارپه نامه پېژني، په خپله ټوله ۸۰۰۰ کیلومتره فاصله کې يې ۹۷۰ کاروان سرایونه درلودل.

دغه اوږده او تاریخي لاره چې د ختيځو اسیايي هېوادونو څخه بیا تر افریقا او اروپا پورې غځېدلې وه، پر همدغه لار نه یواځې سوداګرو سفر کاوه، بلکې پر همدغه لاره به د درېیو لویو وچو د هېوادونوشاهانو، د هېوادونو استازو او د هنر او ادب څښتنانو هم سفر  کاوه. هر هغه هېواد به مکلف و چې همدا لار به يې په خپله جغرافیه کې تېره شوې وه د مسافرو له پاره ښکلي کاروان سرایونه جوړ کړي ترڅو له همدې ادرسه د نړۍ له ښکلو تمدنونو سره اشنا او په اقتصادي لحاظ وصل وي.

همدغه کاوران سرایونه به په ځینو ځایونو کې دومره ښکلي او په يوه خاصله پاملرنه جوړ شوي وو چې کټ مټ به د یوه بادشاه ارام سرای ته ورته و. همدغه کاروان سرایونو به ښکلي حمامونه درلودل، د خاصو مېلمنو له پاره به یې ځانګړې کوټې لرلې او تلګراف به یې هم درلود. د طبیبانو محل به یې درلود، دوکانونه به یې لرل، د حیواناتو او انسانانو له پاره به يې هر ډول خواړه لرل.

ځینو کاروان سرایونو به حتی د شاهانو د زرګونو مېلمنو له پاره لويې اشپزخانې او د رقص او موسېقۍ له پاره ځایونه او خانقاوې لرلې. زموږ د هېواد په جغرافیا کې د کاروان سرایونو وضعیت هم له دې کم نه و خو ونه ساتل شو.

تگ